1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د عوایدو زیاتوالی خو د مالیاتو په اړه شکایتونه

۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

طالبان وايي د ۱۴۰۱ لمریز کال په عوایدو کې ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی. خو بل لور خلګ شکایت کوي چې طالبان د دوی اقتصادي وضعیت ته له کتو پرته په غیر شفاف ډول ترې مالیات او عشر را ټولوي.

آرشیف:کابل په رنجر موټر کي ناست طالب سرتیري
آرشیف:کابل په رنجر موټر کي ناست طالب سرتیريانځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس عبدالمتین سعید د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کي وویل: په «۱۴۰۱ لمریز کال کې له بېلابېلو سکټورونو څخه ۱۹۳ میلیارده او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي.»
ياد وزارت ویلي دي، په ۱۴۰۱ کال کې عادي او پراختیايي بودیجه ۲۳۹ میلیارده ۳۷ میلیونه افغانۍ وه، چې ۸۱ سلنه یې مصرف شوې ده.

طالب چارواکو زياته کړېده، دغه عوايد د صادراتو او وارداتو، ګمرکونو، د ډبرو سکرو له پلور، د پاسپورټ له وېش او مالياتو څخه راټول شوې دي.

د طالبانو له «ملاماتوونکو» مالیاتو څخه د کسبه کارانو او هټیوالو شکایتونه

خو خلګ د لوړې کچې مالېې او عشر څخه شکایت کوي

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر هټيوال او کروندګر د طالبانو له لوري له لوړو مالياتو او عشر اخیستو څخه شکايت کوي.

د دايکنډي ولايت يو تن هټيوال محمد وايي، طالبان کله ناکله دوه برابره ماليه هم اخلي او د تېرو کلونو په پرتله يې ماليه لوړه کړې ده.

محمد وايي:» زه د یو مارکیټ مالک یم. یوه دوکان مې خیاط ته په کرایه ورکړی دی. ښاروالۍ له خیاط څخه ۵۰۰۰ افغانۍ او زه چې د همدې دوکان مالک یم زما څخه یې ۱۸۰۰ افغانۍ جلا مالیه اخیستې»

آرشیف: په جلال آباد کي د یوه پلورنځي مخ ته ولاړې میرمنيانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

خلک شکايت کوي چې د طالبانو د ماليې او عشر را ټولولو معيارونه عادلانه نه دي.

د بغلان ولایت يوتن اوسیدونکی چې یواځي غواړي د عثمان په نوم معرفي شي وايي په ١٤٠٠ کال  کې طالبانو د خلکو له شتمنيو څخه لسمه برخه د عشر په توګه ټولوله، خو تېر کال يې د خلګو د حاصلاتو په نه نظر کې نیولو سره له هرې سیمه ییزې شورا څخه د ۱۸ تر ۲۰ زره افغانۍ د عشر په نوم واخیستلې.

د عثمان په خبره: « بېوزلي او بېکاري زياته شوې، خلګ د خوړولو ډوډۍ نلري، خو طالبان په زوره له خلکو څخه عشر او زکات ټولوي. خلک نور د دوی له ظلمه ستړي شوي.»

طالبان خپلو کارکوونکو ته پیسې له کومه ورکوي؟

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي، په افغانستان کې بیوزلي او بې روزګاري په بې سارې ډول زیاته شوې او په دغه هېواد کې له ۲۸ میلیونو ډېر وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد آصف مبلغ وايي، د طالبانو له خوا د ورکړل شویو ارقامو کره توب تر اوسه د هیڅ یوه بنسټ لخوا نه دی تایید شوی نو ځکه ممکن طالبانو په ورکړل شوو ارقامو کې مبالغه کړې وي.

مبلغ زیاته کړه: "طالبانو ویلي چې زیاتره عواید ېې له صادراتو لاس ته راځي دوی د افغانستان د ډبرو سکاره او خام مواد په ټيټه بیه صادروي، چې دا د هېواد په ګټه نه بل د ملي سرمايې خرابول دي.»

د مبلغ په خبره، د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله طالبانو باید پر خلکو مالیه کمه کړې وای، خو برعکس مالیات ېې زیات کړي، چې دا کار د ټولنې د بې وزلۍ لامل ګرځي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل