د متحده عربي اماراتو نوي سفر متقي ته خپل باور ليک وسپاره
۱۴۰۴ آذر ۴, سهشنبه
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال کې د نومبر ۲۴) په ايکس شبکه کې ليکلي دي چې د متحده عربي اماراتو نوي سفير خپل باور ليک د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي ته سپارلی دی.
د دې خبرپاڼې پر اساس مقتي، د متحده عربي اماراتو له نوي سفير سيف محمد الکتبي سره په کابل کې د ليدنې کتنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو ډېرو تجارتي اړیکو د پراخولو او د متحده عربي اماراتو له لوري افغانانو ته د ویزې د صادرولو په برخه کې د سهولت رامنځته کول مهم وبلل.
اړونده موضوع: اماراتو ته د سراج الدین حقاني د سفر موخه څه ده؟
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په حواله محمد الکتبي وويل چې د افغان سوداګرو ته به د ویزې د ورکړې په برخه کې د آسانتياو د رامنځته کولو له پاره هڅه وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراخولو له پاره ډېر فرصتونه موجودي چې بايد کار ترې واخيستل شي.
د دې خبرپاڼې په حواله الکتبي دا ژمنه هم وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې به پر نويو دوه اړخیزو پروژو کار وکړي.
الکتبي د عيسي سالم الظاهري ځای ناستی کیږي چې د ۲۰۱۸م کال د سپمپر میاشتې راهېسې یې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفير په توګه کار کړی دی.
که څه هم چې متحده عربي امارات د طالبانو اداره په رسمیت نه پيژني خو دیپلوماتيکي اړيکو ورسره لري.
د تېر کال په اګست میاشت کې طالبانو بدرالدين حقاني، په متحده عربي اماراتو کې د خپل سفير په توګه معرفي کړ او باور ليک یې د دغه هېواد له لوري ومنل شو.