1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د نړيوالو ځواکونو د وتلو د پيل هرکلی کړی دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

طالبانو د يوې مقالې په خپرولو سره له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو د پيل هرکلی کړی دی. تر دې مخکې دې ډلې ټینګار کاوه چې نړيوال ځواکونه دې د دوحې د تړون پر اساس د مي میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ووځي.

Katar Taliban Friedensgespräche
انځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

طالبانو په خپله انترنټ پاڼه خپرې شوې دې مقاله کې ويلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور په دې هيواد کې د جګړې اصلي دليل دی او په دې اړه یې خوشبيني څرګنده کړې ده چې د دې ځواکونو په وتلو سره به شخړه پای ته ورسيږي. 

د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال آستين سکاټ میلر، د يکشنبې په ورځ په کابل کې ويلي ول چې که څه چې د ځواکونو په ايستلو د لاس پورې کولو رسمي نېټه د مي لومړۍ ده خو د اخراج بهير لا دمخه «په سيمه ایزو اقداماتو» سره پېل شوی دی.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د اپريل مياشتې په نيمايي کې اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پورې به له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

اوسمهال د ناټو څه نا څه لس زره عسکر په افغانستان کې ميشت دي چې ۲۵۰۰ زره یې امريکايي عسکر دي. امريکا ويلي دي چې د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو په موخه «ځايي اقدامات» پيل شوی

وسله والو طالبانو په خپله دې مقاله کې د سولې روان بهير ته هيڅ اشاره نه ده کړې. د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې په دوحه کې پېل شوې خو هيڅ پرمختګ یې نه دی کړی او ظاهراً په ټپه ولاړې دي.

طالبانو د امريکا له خوا د ځواکونو د اخراج د ځنډولو د پريکړې په غبرګون کې د سولې پروسې د کړندۍ کولو هڅې رد کړي دي. د امريکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ حکومت له طالبانو سره دې هوکړې ته رسيدلې وو چې امريکايي ځواکونه به د می مياشتي تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي. 

امريکا افغانستان ته نور ځواکونه استوي، خو د څه له پاره؟

امريکا په دې لټه کې وه چې په همدې روانه مياشت کې په ترکيه کې د افغانستان د سولې په تړاو يوه غونډه جوړه کړي. خو د طالبانو له خوا په دې غونډه کې د نه ګدون تر اعلان وروسته دا کنفرانس وځنډول شو او ښايي تر کوچني اختر وروسته د می میاشتې په نيمايي کې جوړ شي.

څارونکي ويره لري چې په افغانستان کې د ښکيلو خواو يوه جوړجاړي تر رسيدو دمخه د نړيوالو ځواکونو وتل به دا هيواد له یوې بلې کورنۍ جګړې سره مخ کړي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)