1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

طالبان امریکا سره د «اړیکو نوي څپرکي» پرانیستلو غوښتونکي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

په افغانستان کې د طالبانو ادارې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته په غبرګون کې هیله څرګنده کړې، چې نوی حکومت دې له دوی سره د اړیکو پرمختګ له پاره «واقع‌بینانه ګامونه» پورته کړي.

US-Wahl 2024 | Florida | Republikanische Partei | Donald Trump in West Palm Beach
انځور: Brendan McDermid/REUTERS

په افغانستان کې د طالبانو ادارې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته په غبرګون کې هیله څرګنده کړې، چې نوی حکومت دې له دوی سره د اړیکو پرمختګ له پاره «واقع‌بینانه ګامونه» پورته کړي.

د امریکا متحده په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلې سیالې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې کامالاهریس ته ماتې ورکړې او د ۲۷۰ الکترال رایو په ترلاسه کولو سره بریا ته رسېدلی دی.

د ټرمپ بریا ته د نورو نړیوالو غبرګونونو تر څنګ د طالبانو د باندنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼې کې غوښتي، چې نوی حکومت دې د اړیکو د ښه کولو له پاره ګام واخلي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت خبرپاڼې یوې برخې کې راغلي:« د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو  د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

په دغه خبر پاڼه کې دې ټکي ته هم اشاره شوې، چې د دوحې هوکړه هم د ټرمپ په لومړۍ دوره کې لاسلیک شوې، هغه هوکړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لامل شوه.

په ۲۰۲۱ کال کې د جوبایډن د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د همدغې هوکړې پر اساس ترسره شول، چې پایله کې یې طالبانو واک ونیو.انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

په ۲۰۲۱ کال کې د جوبایډن د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د همدغې هوکړې پر اساس ترسره شول، چې پایله کې یې طالبانو واک ونیو.

که څه هم ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال دا نه ده روښانه کړې، چې د طالبانو ادارې پر وړاندې به څه ډول سیاست غوره کړي؛ خو څو ځل یې د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، چې په افغانستان کې یې ډېر شمېر وسلې پرېښي دي.

له کامالا هریس سره ټاکنیزه مبارزه کې که څه هم ټرمپ له طالبانو سره د لاسلیک شوې هوکړې دفاع کړې؛ خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو یې نیوکه کړې وه.

ټرمپ په یوې مناظرې کې طالبان د هوکړه لیک پر نه عملي کولو هم تورن کړي و او ویلي یې وو «هغوی[طالبانو] دا عملي نه کړه. هوکړه لیک زموږ له خوا له دې امله فسخ شوی و، هغوی هغه کار چې باید کړی یې وای، ویې نه کړ.»

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو اوسني حکومت له طالبانو سره هر ډول اړیکې په بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په حقونو پورې مشروط کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو ادارې سره که څه هم ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه ډیپلوماټیکي اړیکې لري؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

Af,OD,SR

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

33:39

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب