د پاکستان له خوا افغانستان کې د امریکايي وسلو د پيرلو تر ناتائيد شويو رپوټونو وروسته، طالب چارواکو دغه رپوټونه رد کړي او وايي چې هيچا ته به د وسلو خرڅلاو اجازه ور نه کړي او افغانستان په خپله لا زیاتو وسلو ته اړتیا لري.
اعلان
وروسته له هغې چې د پاکستان له لوري له افغانستانه د امریکايي وسلو او پوځي تجهیزاتو د اخیستلو په هکله خبرونه خپاره شول، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه رپوټونه رد کړي دي او وايي چې افغانستان په خپله لا ډیرو وسلو ته اړتیا لري. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي، د یوه ټویټري پیغام له لارې د دغو رپوټونو په ردولو سره دا پروپاګند بللی دی.
خوستي لیکلي دي چې «تیره ورځ پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی و چې ګواکې پاکستان له افغانستان څخه وسلې اخلي. د کورنیو چارو وزارت چې د هیواد د پولو د خوندیتوب مسئولیت پر غاړه لري، دا ډول راپورونه ردوي او پروپاګند یې بولي.»
خوستي زیاته کړې ده چې موږ پخپله د اردو جوړولو په حال کې یو او لا نورو وسلو ته اړتیا لرو. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ګاونډیو هیوادونو ته د وسلو د قاچاق موضوع ته په اشارې سره ویلي دي: «د کورنیو چارو وزارت د وسلو د قاچاق پر وړاندې خورا جدي دی. هیچاته به اجازه ورنه کړي چې یو میل وسله هم چیرې قاچاق او یا یي پر چا وپلوري.»
امریکا متحده ایالاتو شل کاله وروسته په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د اګست میاشتې پر ۳۱مه نېټه پای ته ورساوه. دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به بیا په افغانستان کې وضعیت څه ډول وي، لا معلومه نه ده.
انځور: US ARMY/via REUTERS
دا د کابل په هوایي ډګر کې وروستي بهرني ځواکونه دي. د اګست د ۳۱مه په شپه د ۸۲ هوایي قطعې ځواکونه ولاړې ترانسپورتي الوتکې ته خیژي چې په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت او په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ورسره پای ته ورسیده.
انځور: US ARMY/via REUTERS
د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته خبریالان د یوه ترمنیل مخې ته د طالبانو د یوې ډلې او یا په هوایي ډګر کې د پاتې شوو شیانو عکاسي کوي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو پورې د کابل هوایي ډګر بهرنۍ نړۍ ته یوازینۍ لاره وه. په لسونو زره کسان په وروستیو ورځو کې وتوانیدل چې له هوایي ډګره نورو هیوادونو ته ولاړ شي. خو ډیری کسان لا هم پاتې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
انځور: REUTERS
د کابل د هوایي ډګر په یوه هنګر کې د افغانستان د هوایي ځواک د اې-۲۹ ډوله جنګې الوتکې چې له الوتلو ایستل شوې، ولاړه ده. د افغانستان د ملي اردو ځواکونو شمیر شا او خوا ۱۸۰ زره کسانو ته رسیده چې د میلیاردونو ډالرو په لګښت او د ډیر شمیر مشاورینو په مرسته روزل شوي وو. خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د ملي اردو راتلونکي هم معلومه نه ده.
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images
طالبان د یوې جنګې الوتکې په کابین کې ناست دي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمیر الوتکې او هیلکوپترې پریښودل شوي دي، چې ظاهرا نور د استفادې وړ نه دي. پاتې شوي شیان یوازې ویجاړۍ نه دي چې تر شا پریښول کیږي، بلکې ولس د طالبانو تر بیا واکمنۍ لاندې د خپلې راتلونکې په هکله هم اندیښمن دی.
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images
نه یوازې د دغه پریښودل شوې څرخي الوتکې له ښيښې څه هر څه تت ښکاري، بلکې د دغه هیواد راتلونکي هم روښانه نه ده. طالبان لا هم د یوه حکومت په جوړولو لګیا دي.
انځور: WAKIL KOHSAR/Getty Images
دغسې انځورونه اوس د ورځنی ژوند برخه دي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له هغوی څخه پاتې شوي هاموي موټر کې طالبان ګزمه کوي. د طالبانو له لوري دوې اوونۍ د مخه د واک ترلاسه کولو وروسته د معتدله چلن پر ټینګار سربیره ډېر افغانان له راتلونکي او غچ اخیستو څخه په ډار کې دي.
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images
په کابل کې د بوغيو یو خرڅونکی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو راتلونکي نامعلومه ده. د ورلډ ویژن، په نوم نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې تر اتو میلیونو زیات افغان ماشومان بیړنیو بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا هغوی له لوړ خطر سره مخامخ دي.
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP/Getty Images
په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د حضور او تیرو شلو کلونو په موده کې د ښځو د حقوقو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي ول. دا لا معلومه نه ده چې د طالبانو د نوي رژیم پر مهال به کومې لاس ته راوړنې پاتې شي، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.