1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د مشر نوی فرمان: ښځه د چا ملکیت نه دی

۱۴۰۰ آذر ۱۲, جمعه

د طالبانو رهبر د یوه فرمان په صادرولو سره خپلو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ته توصیه کړې، چي د ښځو حقوق «په جدي ډول» سره مراعت کړي. دهمدغه حقوقو د نه مراعتولو پخاطر هغوی د بین المللي ټولني د تعزیراتو سره مخامخ دي

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

په دې اواخرو کي په افغانستان کي د لوږي او فقر په دلیل د کوچنیو نجونو د خرڅلاو رپوټونه ورکول سوي دي او په کښته سن کي د ودیدو مشکل جدي سوی دی.

د افغانستان پر نوو واکمنانو باندي د ښځو او بشر د حقوقو د نقضولو تورونه لګول کیږي، د هغې جملې څخه تعلیم او کار ته د نجونو او ښځو نه پریښولو تورونه.

د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخوندزاده د دغه نوي فرمان پراساس «په واده او نکاح کي د ښځو رضاییت ضروري دی او څوک نسي کولای ښځي په زور او جبر سره واده کړي.»

ددغه فرمان دوهمه ماده د ښځي پر ازادۍ باندي ټینګار کوي: «ښځه د چا ملکیت نه دی، بلکه ازاده او اصیله ده او هیڅوک هغه په «بدو» کي نسي ورکولای.

د فرمان په بل ځای کي راغلي دي، چي د میړه تر مرګ وروسته، د میړه ورور او بل هیڅوک نسي کولای د هغه کونډه په زور سره واده کړي. فرمان ټینګار کوي، چي کونډه د نوي واده کولو او خپل سرنوشت د تعینیدو اختیار لري.

پر دې باندي هم ټینګار سوی دی، چه د نوي میړه څخه د مهر اخیستل د کونډی شرعي حق دی.

د ملا هبت الله اخونزاده دې فرمان ته په غبرګون کې يوه ښځه چې نه غواړي، نوم یې نشر سي، وايي: « که د طالبانو د رهبر دغه نوی فرمان عملي سي، هغه د اجتماعي عدالت د تأمین په لار کي یو مثبت ګام دی.»

د طالبانو رهبر پخپل دغه فرمان کي همدارنګه ویلي دي، چي کونډه د متوفی میړه په مال او میراث کي ثابت او معین حق لري او هیڅوک نسي کولای، ښځه د دې حق څخه محرومه کړي.

په دغه فرمان کي همدارنګه راغلي دي، څوک چي څو ښځي لري، مجبوره دی د شرعي احکامو مطابق د ټولو ښځو حقوق مراعت او د ښځو په منځ کي «عدالت» تأمین کړي.

فرمان تاکید کوي، چي د حج او اوقافو وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه دي د ښځو د حقوقو په باب دیني عالمان او خلګ تشویق کړي. 

د طالبانو رهبر ستري محکمې ته هم وظیفه سپارلې ده، چي ټولو محکومو ته د ښځو د حقوقو، خصوصأ کونډو د حقوقو په باب هدایت ورکړي او په دې ارتباط غفلت ونکړي، چي «ښځي د ظلم څخه د خلاصیدو او شرعي حقوقو د په لاس راوړلو پخاطر» ناامیده سي.

د همدې عیسوي کال د اګست میاشتي پر ۱۵ مه قدرت ته د طالبانو تر رسیدو را وروسته د بشر د حقوقو سازمانو په افغانستان کي د ښځو د حقوقو د نقضیدو د ډیریدو په باب تشویشونه ښکاره کړل.

په دې وروستيو کي د بخښني بین المللي سازمان، یا امنیسټي انترنیشنل د بین المللي ټولني څخه وغوښتل، چي د افغان ښځو په اړه خپلي ژمني عملي کړي او د هغوی د حقوقو د حمایې پخاطر یې یو کمپاین هم پرلاري اچولی دی.

د افغانستان له پاره د جرمني خاص نماينده مارکوس پوتسل د دویچه ویلي د پخلایني په خپرونه کي د افغانستان د «نوي موقتي حکومت» سره د ډيپلوماتیکو روابطو د برقراریدو پنځه شرطونه ایښي او ویلي دي: «مخکي تر دې چې د افغانستان نوی موقتي حکومت په رسمیت وپيژنو، د اروپا د اتحادیې خارجه وزیرانو یو څو شرطونه ایښي دي، چي طالبان یې باید عملي کړي . د هغې جملې څخه د ښځو او بشر د حقوقو مراعتول دي.»

د طالبانو د مذهبي رهبر دغه فرمان داسي وخت صادریږي، چي بین المللي ټولنې د طالبانو پر رژیم باندي فشار ډیر کړی دی او په ملګرو ملتو کي یې د افغانستان چوکۍ هم د هغوی نماینده ته ونه سپارله. د بلي خوا هیڅ هیواد هم تر اوسه پوري د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.