امريکا يو ځل بيا د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو سپارل رد کړي
۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه![Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan](https://static.dw.com/image/58969011_800.webp)
د امريکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت مرستيال وايلي اديېيمو د سه شنبې په ورځ وويل چې هغه لا په افغانستان کې داسې شرایط نه ويني چې له مخې یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې زيرمې بيرته دغه هېواد ته وسپارلې شي. د دغو زيرمو زياتره برخه په متحده ایالاتونو کې ده.
طالبانو په بيا بیا له امريکا غوښتنه کړې ده چې د افغانستان تر ۹ ميلياردو ډالرو زياتې شتمنۍ دې آزادې کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په هېواد کې د يوه ژور اقتصادي بحران د مخنيوي هڅه کوي.
اديېیمو د سنا مجلس بانکدارۍ کميټې ته وويل: «موږ په دې آند يو چې پر طالبانو د بنديزونو جاري ساتل اړين دي، خو په عين حال کې بايد لارې چارې ولټولې شي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسيږي.» هغه زياته کړه: «دا دقيق هغه څه دي چې موږ یې په موخه هلې ځلې کوو.»
د افغانستان د کنګل شويو پېسو د آزادولو په موخه کمپاين
امريکا او نور غربي هېوادونه په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځته کيدو د ګواښ له کبله د يوه سخت انتخاب سره لاس او ګريوان دي. له دې کبله هڅه کيږي چې له طالبانو سره د چلن يوه لاره وموندل شي، پرته له دې چې هغوی په رسميت وپيژندل شي. په عين حال کې امريکا او لوېديځ افغانستان ته د بشري مرستو د جريان له پاره هم هلې ځلې کوي.
د امريکا د مالیې وزارت دغه مرستيال زياته کړه: «زموږ هدف د دې امکان رامنځته کول دي چې پر طالبانو او حقاني شبکې بندیزونه همداسې پر ځای وي، خو په عين حال کې افغانانو ته بشري مرستې هم ورسيږي.»
قریشي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادیدو غوښتنه کړې
اديېيمو وويل چې د مالیې وزارت په عين حال کې مرسته رسوونکو ډلو ته ويلي چې واشنګټن د بندیزونو په پام کې نيولو سره هڅه کوي د مرستې رسولو بهير کې آسانتياوې رامنځته کړي خو طالبان یې بايد په هېواد کې دننه زمینه برابره کړي.
د امريکا د مالیې وزارت تېره مياشت پر طالبانو پر بندیزونو سره سره د دې زمينه برابره کړه چې عامه افغانانو ته د مرستو رسولو په موخه دوه جوازونه صادر شي.