طالبان: ژر به نجونې ښوونځي ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړي
۱۴۰۰ شهریور ۳۰, سهشنبه![Taliban-Sprecher Sabiullah Mudschahid](https://static.dw.com/image/59151374_800.webp)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر۲۱) په یوه خبري کنفرانس کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کیدو په اړه وویل: «موږ مسائل نهایي کوو... دا به ممکن ډیر ژر صورت ونیسي.»
تیره اونۍ د طالبانو د معارف وزارت، ټولو نارينه ښوونکو او تر شپږم ټولګي پورته نارينه زده کوونکو ته ښوونځي ته د ورتګ امر وکړ، خو د نجونو درسونو پيلیدو ته یي هیڅ اشاره ونه کړه.
مجاهد د سرپرستې کابینې د پاتې یو شمیر چارواکو د نومونو اعلانولو په وخت کې د ښځو چارو وزارت یادونه ونه کړه. هغه وزارت چې تیره اونۍ وتړل شو او پر ځای یې په ودانۍ کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې فعالیت پیل کړ. نوموړې اداره د طالبانو د تیر رژیم پر مهال د سختګیرانه قواعدو او مجازاتو له کبله ډیره مشهوره وه.
طالبانو شاوخوا پنځه اونۍ وروسته له دې چې په افغانستان کې یې د چارو واګې په لاس کې نیولي دي د خپل مؤقت حکومت نور غړي هم معرفي کړل. په دې لیست یا نوملړ کې هم د هیڅ کومې میرمنې نوم نه لیدل کیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د ۱۷ فرمان پر اساس د کابینې نور غړي ګمارل شوي دي.
مجاهد خبریالانو ته ویلي دي چې د روغتیا وزارت یو له مرستیالانو څخه د هزاره لږکۍ پورې اړه لري. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې په دې انتخاب کې تر ټولو دمخه مسلکي وړتیا په پام کې نیول شوې ده.
دوې اونۍ مخکې تر دې طالبانو د خپلې سرپرستې کابینې شاوخوا ۳۰ تنه غړي معرفي کړل چې د هغو په ډله هیڅ کومه ښځه او نه هم د کومې بلې سیاسي ډلې پورې اړوند کس موجود وو.
لویدیځ هیوادونه په اصطلاح له طالبانو څخه د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کولو غوښتنه کوي چې یوازې باید د همدې ډلې پورې تعلق و نه لري.
د اروپایي اتحادیي ټولو غړو هیوادونو دغه ټکې د خپلو همکاریو، د بیلګې په توګه د پراختیایي مرستو د مالي تمویل له پاره مخ شرط ټاکلی دی.
ذبیح الله مجاهد یو وار بیا په خپلو خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپيژني. نوموړي ټینګار وکړ چې په سیمه کې د نړیوالې ټولنې او نورو هیوادونو دنده دا ده چې د افغانستان له نوي رهبرۍ سره دیپلوماتیکې اړيکې ټینګې کړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا کار دي په نږدې راتلونکي کې وشي.
د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو د امارت لومړۍ دورې په ځانګړي توګه د ښځو په سرکوبه کولو کې شهرت درلود.
ښوونځو او پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګول شوی وو. ښځې په بشپړ ډول د زده کړو او کار کول له حق څخه محرومې وې او بې له محرم څخه یي له کوره د وتلو اجازه هم نه درلوده.
طالبانو به ښځې د سختګیرانه قوانینو د نه مراعاتولو په دلیل په عام محضر کې وهلې. اوس هم ډيري ښځې د طالبانو له ورته چلند څخه ویره لري.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز