1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ځینو رسمي لوحو څخه د دري ژبې ليرې کول

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

پر افغانستان باندي د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسي په ځينو ولايتونو کې له ځینو رسمي ځايونو څخه دري لوحې ليري سوي او پر ځای يې په پښتو او انګریزي ژبو لوحې پورته سوي دي. دا کار د خلکو د اندېښنو سبب سوی.

د هرات د حوزوي روغتون لوحه چې په دري ژبه لېکل شوې
د هرات د حوزوي روغتون لوحه چې په دري ژبه لېکل شوېانځور: DW/S. Tanha

په دې وروستیو کې طالبانو د هرات ولايت د سیمه ایز روغتون لوحه راکښته کړې او پر ځای يې په پښتو او انګلېسي ژبه لوحه نصب کړې ده. د دغه روغتون لوحه مخکي يوازي په دري ژبه وه.

طالبانو د قدرت تر نیول وروسته ټولې هغه لوحې چې د اسلامې جمهوریت نښه باندي وه ليري کړې او پر ځای يې خپل د «اسلامې امارت » نښو سره لوحې نصب کړي. خو په هرات، کابل، مزارشريف، باميان او نيمروز کي يې د ځينو ادارو او تفريحي ځايونو له لوحو څخه دري ژبه ليري کړي يا يې لوحې راکښته کړي او پر ځای يې په پښتو ژبه يا په پښتو او انګلېسي ژبه لوحې نصب کړي دي.

په یوه تازه کړنه کې طالبانو د هرات ولايت د حوزوي روغتون لوحه چي مخکي په دري ژبه وه راکښته کړې او پرځای يې په پښتو او انګلېسي ژبه لوحه نصب کړې ده. د طالبانو دغه کړنه له سختو نيوکو سره مخامخ سوې او په ټولنيزو رسنيو کي يې سختي نيوکي راپارولي دي.

د هرات اوسیدونکې شایان دویچه ویله ته وویل: «زه خپله دري ژبې یم په هرات کې ۹۰ سلنه دري ویونکې دي او ډیر کم خلک په پښتو ژبه خبري کوي. خو متاسفانه ډیري لوحې چې په ښار او کوڅو کې نصب سوي د طالبانو له لوري تري دري ژبه ليري کړای سوي چې له دي ډلې څخه یې یوه هم د هرات د حوزوي روغتون لوحه ده.»

دري او پښتو د افغانستان رسمي او ملي ژبې دی. پخوا رسمي اسناد او رسمي لوحې په دواړو ژبو وې، او په ځینو مواردو کې انګلیسی اضافه سوې وه.

یوازې په ځینو سیمو کې، په عمده توګه دري ژبو سیمو کې لوحې په دري او په پښتو ویونکو سیمو کې په پښتو وې.

یو شمیر افغانانو د طالبانو دغه عمل د دري ژبي پر وړاندې د منظم تبعیض په توګه یاد کړی دی.

د مزارشریف یو اوسیدونکې روح الله دویچه ویله ته وویل: «په ټول افغانستان کې قومي او درې ضد پالیسۍ دوام لري او د دري ژبې د لیرې کولو په دوام کې ګورو چې طالبانو په مزار شریف کې د دانشګاه نوم له لوحې څخه پاک کړی او پر ځای یې په پښتو او انګلېسي ژبه نوې لوحه نصب کړل، دا کار نفرت اچونکې او سخته ده او ښایې دهیچا له پاره د منلو وړ نه وي.»

طالبان ولې له دولتي مامورینو د عقايدو ازموینه اخلي؟

په کابل کې یو ټیکسی چلوونکی د نوم نه ښودولو په شرط دویچه ویله ته وویل: «په کابل ښار کې د ښاروالۍ اړوند د کوڅو او ځایونو نومونه له ځینو رسمي او عمومي نښو او متنونو، په ټولیزه توګه د هېواد رسمي او مشترکي ژبې درې څخه ليري کړای سوي دې.»

ځینې شنونکی په دې باور دی چې طالبان د دری له نښو څخه په ليرې کولو سره قومي او ژبنیو اختلافاتو ته لمنه وهې، چې له دې سره به روان ناارام حالت نور هم خراب سي.

د بلخ پوهنتون د سیاسې علومو ښوونکې استاد شفیق الله شفیق دویچه ویله ته وویل: «دا کار د طالبانو لومړی او اخر نه دی، هغوی په تیر یوه کال کې د خپل حاکمیت پرمهال و ښودل چې دوي قصد لري ترڅو سیمه ایزي ژبې او دري چې یوه ملې ژبه ده او یو بین القومې حیثیت لري له ریښې څخه وباسې.»

ده وویل: «دا به په هیواد کې قومی او ژبنی اختلافات نور هم زیات کړي او پایلې به یې د دوی د نیم بند حکومت د دوام له پاره خطرناکې وي.»

د حقیقت موندنه: آیا طالبانو خپلې ژمنې پوره کړي؟

هغه دې ته اشاره وکړله چې درې ژبه په افغانستان کې ټول قومونه پري خبري کوي او له دې سره سره پښتو د افغانستان د زده کړي او علم ژبه ده.

ښکاره نه ده چې د دري ژبې لوحې ليري کول، د طالبانو د سیاست یوه برخه ده او که د طالبانو ډلې په ولایتونو کې پخپلو تصمیمونو سره دي کار ته لاس اچولې دي. د طالبانو د ویاندویانو خبري اعلامیې په دواړو ژبو، دري او پښتو نشریږي او د طالبانو ترحاکمیت لاندي ټولې خبري رسنۍ هم په دوو رسمې ژبو نشرات کوي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند بلال کریمې د دي پوښتنې په ځواب کې چې ولې په دري ژبه لوحې ليري سوي دي، وویل: «نه موږ هیڅکله دا موضوع نه تاید وو، ځکه چې دا یوه تبعیضې کړنه ده او دا د اسلامې امارت د اصولو او کړنو خلاف عمل دی، زه په دې اړه معلومات راټولوم.»

د طالبانو دغه ویاند زیاتوي: «مګر مهمه داده چې ژبه باید د ملې ترمنیالوژي مطابقې وي، په دې مانا چې هره ژبه چې عامه وي او زموږ د هېواد له رسمي ترمینالوژۍ سره سمه وي، زموږ حکومت تري ګټه پورته کوي.»

ژبه په افغانستان کې یوه له هغو مسلو څخه ده چې په جمهوري نظام کې د ژبې پر سر جنجال او د ځینو لغاتونو او اصطلاحاتو کارول د لویو ټولنیزو فشارونو سبب سوې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل