1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښځو او نجونو څخه د زده کړو وروستی امکان هم واخیستل سو

۱۴۰۳ آذر ۱۳, سه‌شنبه

په افغانستان کي د روغتیايي انستیتونو مسؤلین او محصلین وايي چي د طالبانو ادارې د زده کړو دغو مرکزونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ تړلي دي. په دې ډول له هغوی څخه د زده کړو د وروستي امکان زمینه هم اخیستل سوې ده.

له دغې پریکړې څخه اغیزمن سوو محصلینو پیغامونه چي خبریالانو ته یې استولي دي، له ژړا او ننواتو څخه ډک دي.
طالبانو له ښځو او نجونو څخه د زده کړو وروستی امکان هم واخیستانځور: Majid Saeedi/Getty Images

د زده کړو د عالي او نیمه عالي مؤسسو ځیني مسؤلین وايي چي د طالبانو د مشر د تازه امر له مخې، مجبور سوي دي چي د صحي انستیتونو دروازې هم د ښځو اونجونو پرمخ وتړي.

هغه صحي انستیتونونه چي د قابلگۍ، درمل جوړولو، لابراتوار، اکسرې، فیزیوتراپي، پالنه او غاښونو د پروتیز په برخه کي یې فعالیت درلود، تر اوسه د طالبانو له بندیزونو څخه په امان کي پاته ول.

که څه هم طالبانو  په رسمي ډول د دغو مراکزو تړل نه دي تائید کړي، خو د ځینو روغتیايي بڼسټونو مشرانو د ږغیزو پیغامونو په استولو سره ویلي دي چي د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره په وروستۍ غونډه کي، هغوی ته دغه پریکړه اعلان سوې ده. د هغوی په خبره، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي دي چي تر امر ثاني پوري به نجونو ته اجازه ور نه کړي چي عالي او نیمه عالي انستیتونونو ته ننوځي.

د دغو انستیتونونو یوې محصلې د نوموړي انستیتوت د رئیس ږغیز پیغام له خبریالانو سره شریک کړی  دی چي وايي: «په خواشینۍ سره، موږ همدا اوس د عامې روغتیا له وزیر سره وو او تر امر ثاني پوري یې ټول خصوصي او دولتي انستیتونونه او کورسونه د نجونو پرمخ وتړل. یو ډیر دردوونکی خبر دی چي تاسو ته یې درکوو. سر له سبا څخه تر امر ثاني پوري تاسو ته خبر درکوو چي انستیتونونوته رانه سي.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

د صحي انستیتوت دغه مسؤل چي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم او دغه انستیتوت نه رسوا کوو، په خپل پیغام کي ویلي دي چي د طالبانو  استخبارات تحصیلي بڼسټونو تر څارنې لاندي لري تر څو له دغه امره سرغړونه و نه کړي.

د قابلگۍ د څانگې یوې محصلې د صحي انستیتوت تړل چي هغې پکښي تحصیل کاوه، تائید کړي او ویلي یې دي چي د نوموړي مرکز رئیس د یوې بدیلې لاري په لټه کي دی او غواړي چي په یوه پټ ځای کي زده کړو ته ادامه ورکړي.

د نجونو ژړا او ناهیلي

له دغې پریکړې څخه اغیزمن سوو محصلینو پیغامونه چي خبریالانو ته یې استولي دي، له ژړا او ننواتو څخه ډک دي. د مرضیې په مستعار نوم سره یوې محصلې په خپل پیغام کي چي دویچه ویلي ته یې استولی، وايي:« نن یې موږ ته وویل چي انستیتوت تخلیه کړو، ځکه [طالبان] څو نورو بڼسټونو ته ننوتل او نجوني یې په زوره وایستلې. رئیس موږ ته وویل چي ژر ووځي چي دلته کومه ستونزه پیدا نه سي.»

یوې بلې محصلې په خپل ږغیز پیغام کي وویل:«انستیتوت ته ولاړو چي متأسفانه دروازه یې تړلې وه او محصلینو ته اجازه ور نه کړل سوه چي دننه ورسي. ټولې په خواشینۍ سره خپلو کورونو ته ستنې سوې. خدای دي هغوی ته هدایت ورکړي او پر موږ رحم وکړي چي دغه ډول ژوند یې زموږ په نصیب کړی دی.»

له خبریالانو سره په یوه شریک سوي ویډیويي کلیپ کي، داسي نجوني چي تور کالي یې اغوستې، د یوه تحصیلي بڼسټ په دهلیزونو کي وارخطا او غمجنې لیدلې کیږي. یوه ښځه هڅه کوي، دغه نجونې آرامتیا او هیله مندۍ ته راوبولي. هغه وايي: «تاسې کمزورې نه یاست، نجونو ځان آرام کړی. ستاسو هره اوښکه تاوان لري.»

«دریم ځل دی چي موږ وژني»

 له شپږم ټولگي وروسته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او تر هغه وروسته د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دراوزو له تړل کیدو وروسته، روغتیايي انستیتونونه وروستی فرصت وو چي اوس ښځې او نجونې ورڅخه محرومې سوې.

د راضیې په مستعار نوم سره، د دغه صحي انستیتوت یوه محصله وايي: «د غاښو طب مي تر نهم سمستره پوري ویلی وو چي پوهنتون وتړل سو. ما په خصوصي پوهنتونونو کي درس ورکاوه تر څو د خپلي کورنۍ لگښتونه پوره کړم. د پوهنتونونو له تړل کیدو وروسته مي انستیتونونو ته مخه وکړه چي هغوی هم اوس وتړل سول.»

یوه بله محصله چي نه غواړي نوم یې واخیستل سي وايي:«موږ د بې شمېره محصلینو د لیدو شاهدان وو چي په انستیتوت کي یې اوښکې تویولې او زه یې په غیږ کي نیولم او ویل یې: استادې، دا دریم ځل دی چي موږ وژني.»

دویچه ویلې هڅه وکړه چي د طالبانو  د مشر د وروستۍ پریکړې په هکله د هغوی په تیره بیا ددغې ډلې د عامې روغتیا وزارت رسمي دریځ ولري، خو د دغه وزارت د مطبوعاتو څانگې د دویچه ویلې غوښتنو او پیغامونو ته جواب ور نه کړ.

طالبانو په افغانستان کي واک ته له بیا رسیدو وروسته، پر ښځو  او نجونو او ټولنې پر نورو برخو باندي مخ په زیاتیدونکي بندیزونه عملي کړي دي. د بشري حقونو ځیني سازمانونو او د ملگرو ملتونو چارواکو د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي آپارتاید» بللی دی.

امان الله جواد يو افغان خبريال دی چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د دويچه ویله د افغانستان په څانګه کې فعاليت کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل