1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو استازي: «طالبان دي د نجونو مکتبونو ته اجازه ورکړي»

۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د ولسي جرګې د ښځو د چارو کمیټې د بهرنيو ځواکونو «بې قیده وشرطه» وتل د تأسف وړ بللي. هغوی له طالبانو څخه غوښتي چي که غواړي خلګ يې د مفکورې پر تغیر باور وکړي، نو د نجونو مکتبونو ته دي د فعالیت اجازه ورکړي.

Nahid Ahmadi Farid Parlamentarierin in Afghanistan
انځور: DW

د افغانستان د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولني او ښځو د مسایلو د کمیټې غړو په یوه اعلاميه کي له طالبانو څخه غوښتي دي چي که غواړي خلګ يې د مفکورې پر تغیر اعتماد وکړي، په خپلو پروګرامونو کي دي د بشر او ښځو حقونه په عملي ډول سره تمثیل کړي. هغوی غوښتي، چي طالبان دي د لومړي قدم په توگه تر خپل کنټرول لاندي سیمو کي مکتبونه خلاص کړي.

د دغي اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي: «دا ډير د تأسف ځای دی، اوس چې د افغانستان خلګ د سولي ایندې ته سترګي په لار دي، خو د امریکا متحده ایالات او نور متحدین یې بیا طالبانو ته د خپلو قواوو «بې قیده وشرطه» وتلو امتیاز ورکوي. »

د بهرنيو ځواکونو ژر وتلو ته خبرداری

په دغه اعلامیه کي ټينګار سوی دی چي له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د پريکړي په نتیجه کي به د افغانستان خلګ او امنیتي ځواکونه ډیري متضرري سي. کمیټې همدارنګه ویلي دي چي د ناټو «بې قیده وشرطه، غیر مسؤلانه او عاجل وتل به افغانستان چي د تاریخ د یوه نوي فصل پر خوا روان دی او تر ټولو دمخه د هغه د اتباعو او په زياته بيا له ښځو څخه قرباني واخلي.»

د ولسي جرګې دغي کميټې سربیره پر دې له نړيوالو بنسټونو څخه غوښتي دي چي د افغانستان د امنیتي قواوو سره خپلو مالي، استخباراتي او د نظامي تجهیزاتو کومکونو ته ادامه ورکړي. په خبره یې د جنګ د زور اخيستو په صورت کي افغان امنیتي قواوي ډیرو نظامي تجهیزاتو او مالي مرستو ته اړتيا لري.

انځور: Innenministerium Afghanistan/Presse

په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي «که څه هم طالبان د افغاني ټولني د واقعیت یوه برخه ده، خو هیڅ وخت ددغه هیواد څخه نمایندګي نسي کولای.»

د دغي کمېټې غړو له ملګرو ملتونو څخه هم غوښتي دي چي د نړيوالي ترهګرۍ سره په مبارزه کي همکاري ورسره وکړي او د سولي د پروسې په جریان کي د دیموکراسۍ، ښځو او بشري حقونو ملاتړ وکړي.

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو اعلان په دغه هیواد کي مختلف عکس العملونه رامنځته کړي دي. ځیني یې تشویش کوي چي که د سولي خبري نتیجې ته ونه رسیږي، راتلونکې به څنګه وي؟ خو ځیني نورو بیا له افغانستان څخه د خارجي قواو له وتلو څخه هرکلی کړی دی.