1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتشمالی امریکا

د طالبانو ترراتلو وروسته د کابل پرهوايي میدان باندي هجوم

۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبه

د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته په هوايي میدان کي سخته وارخطايي او ګډودي رامنځته سول. په سلونو کسانو کوښښ کاوه، چي طیارو ته ورپورته سي، داسي کسان هم چي هیڅ پاسپورټونه یې نه درلودل.

Afghanistan | Taliban | Hamid Karzai International Airport in Kabul
انځور: REUTERS

پرون یکشنبې (د اګست میاشتي ۱۵ مه) د وراخطايي او ګډودۍ دغه ډول صحنې د اجتماعي شبکو په ویدیوګانو کي لاس پرلاس کیدې. په ویدیوګانو کي همدارنګه لیدل کیږي، چي په سلهاوو کسان د میدان خواته روان دي. هلته خلګو کوښښ کاوه، چي د میدان تر کټارو ورواوړي او ځانونه طیارو ته ورورسوي.

داسي ناتایید سوي رپوټونه هم ورکول سوي دي، چي پنځه کسان په هوايي میدان کي مړه سوي دي. ویل کیږي، چي د دې دمخه امریکايي عسکرو، چي غواړي د میدان ساتنه وکړي، خطايي فیرونه کړي وه.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي ویلي دي، چي یوه ورځ وروسته د دوشنبه په ورځ داسي اوازې خپرې سوې، چي هریو چي ځان میدان ته ورسوي، کولای سي انتقال سي. خو داسي هیڅ شواهد نسته چي دغه خبره دي صحت ولري.

د بلي خوا د اماراتو د شرکت ویب پاڼي پرون شپه خبر ورکړی دی، چي کابل ته یې خپل پروازونه متوقف کړي دي.

محلي رسنیو همدارنګه یوه اعلامیه خپره کړې ده، چي نور د کابل څخه ملکي تجارتي پروازونه هم نه تر سره کیږي او خلګ نباید هوايي میدان ته ولاړ سي.

آ./م.ق./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل