تروريزمآسیا
چارواکي: دولت آباد کې ۳۰ طالبان د خپل بم ښکار شوي دي
۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبهاعلان
د افغانستان د دفاع وزارت دا هم وايي چې په دې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي کسان بهرنيان دي. دولت آباد د افغانستان د شمال په بلخ ولايت کې د مزار شريف شمال لويديځ ته موقعيت لري.
طالبانو بيا يوازې د يوې چاودنې د رامنځ ته کېدو پخلی کړی دی. په خبره يې دغه چاودنه په يوه خالي کوټه کې رامنځ ته شوې چې چا ته پکې زيان نه دی اوښتی. دغه خبره د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، کړې ده.
دا چې د دغې پېښې کومه بڼه سمه ده، په ناپېيلي توګه نه شي پلټل او تائيدای. موټربمونه او د سړک غاړې بمونه د طالبانو اصلي وسلې دي چې ورڅخه د کابل د حکومت په وړاندې، چې په نړيواله توګه يې ملاتړ کيږي، په جګړه کې کار اخلي. سربیره پر دې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو سره هم مهاله تاوتريخوالی همداسې دوام لري.