1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانستان د ښځو د حقونو له پاره ځانګړې استازې ټاکلې

۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کي د ښځو د حقونو له پاره یوه ځانګړې استازې ونوموله. په دغه هیواد کي د طالبانو تر واکمنۍ لاندی د ښځو حقونه تر ډیره ځایه محدود سوي دي.

Los Angeles |  Rina Amir | Rise For And With The Women Of Afghanistan
انځور: RANDY SHROPSHIRE/Getty Images/AFP

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ، په افغانستان کي زیږیدلې، د خارجي سیاست او منځګړیتوب کارپوهه، رینا امیري د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو د مدافع په توګه ونوموله. 

بلینکن څرګنده کړه چي امیري به داسي چاري پرغاړه واخلي چي د ده، د امریکا متحده ایالاتو حکومت او د دغه هیواد د ملي امنیت له پاره ډیري مهمي دي. د هغه په خبره: »موږ داسي یو سوله ایز، باثباته او ډاډمن افغانستان غواړو چي په هغه کي ټول افغانان وکولای سي په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت کي ژوند او پرمختګ وکړي.« امیري د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کي هم په خارجه وزارت کي کار کاوه.

امریکا متحده ایالاتو پس له ۲۰ کلونو خپل پوځي ماموریت په افغانستان کي پای ته ورساوه. د خارجي ځواکونو د وتلو په ترڅ کي طالبانو یو وار بیا په دغه جګړه ځپلي هیواد کي واک ترلاسه کړ چي دې کار افغان ښځي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخي کړې.

طالبانو په نوویمو کلونو کي د خپلي واکمنۍ په ترڅ کي د افغانستان ښځي ترسخت فشار لاندي راوستي وې. نجونو اجازه نه درلوده چي مکتب ته ولاړي سي. ښځي مجبوره وې چي چادري واغوندي او یوازي یې له یوه محرم نارینه سره کولای سوای له کوره ووزي.

په تیرو میاشتو کي طالبانو یو وار بیا د ښځو حقونه سخت محدود کړي دي. د بشري حقونو فعالینو پر دغه ډول محدودیتونو باندي سخت انتقادونه کړي دي.

څو ورځي مخکي طالبانو پريکړه وکړه چې يوازي هغه وخت ليري سفر کولای سي يا يې اجازه لري چي يو محرم ورسره وي.

په افغانستان کي ټولو ترانسپورتي شرکتونو او ښاري ترانسپورت ته لارښوونه سوې ده چي که ښځو حجاب نه وي کړی د انتقال اجازه يې نه لري.

GP/NZ/AG