1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

طالبانو کابل ته نژدې یوه مهمه ولسوالي نیولې ده

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند تاييد کړې ده چي طالبانو کابل ته نژدې يوه ولسوالي نيولې ده. خو هغه ويلي دي چي دا يو «تاکتیکي پرشاتګ» دی.

Karte Afghanistan Provinz Wardak Deutsch
انځور: DW

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نن سه شنبه (۲۰۲۱م کال د می ۱۲) ويلي دي چي د طالبانو له خوا د وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته حکومتي ځواکونه د هغه له مرکز څخه وتلي دي.

د ياد وزارت وياند وويل چي په ياده ولسوالي کي سختي جگړې سوي. د طالبانو یوه ویاند په تویت کي ویلي دي چي یو تعداد دولتي ځواکونه یې وژلي او نیولي دي.

طالبانو دوې ورځي مخکي د کوچني اختر په درو ورځو کي د اوربند اعلان وکړ.

له هغه راهیسي چي د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکي سپتمبر میاشتي تر ۱۱ مي پوري له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان کړی دی، په افغانستان کي زورزياتی ډیر سوی دی.