د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنكر وزارت دغه فرمان نن شنبه (د ۲۰۲۲ کال د می میاشتي اومه) صادر سوی او ټولو اداري مراجعو ته یې استولی دی. د نوي فرمان پراساس ښځي باید بغره (برقع) یا پوره حجاب وکړي او «تنګ حجاب» وانه غوندي. فرمان خبرداری ورکوي، چي په غیر د هغه به یې ولي یا نارینه مجازات سي.
ولي هغه څوک دی، چي په قانوني ډول سره د یوه یا څو کسانو ټوله او یا یوه برخه اختیارات ولري. مثلأ لکه پلار چي د نابالغه اولادو اختیارات لري. په عمومي مسایلو کي دولتي مسؤل کارمندان په خپله شغلي ساحه کي ولي بلل کیږي.
د طالبانو دغه دستور کیدلای سي د خلکو په منځ کي بیره نوره هم ډیره کړي او پر ښځو باندي په کور او کار کي ډیر فشار وارد کړي. د دغه فرمان په یوه پاراګراف کي راغلي دي:«په اول قدم کي بې حجابه ښځي وپيژندل سي. وروسته یې ولي ته توصیه او اخطار ورکول سی.»
د فرمان په یوه بل پاراګراف کي راغلي دي، چي په دوهم قدم کي به د بې حجابه ښځو ولي احضار او درې ورځي به بندي سي. په دریم ګام کي به محکمې ته راکش او سزأ ورکول سي.
طالبانو د غیرحکومتي خیریه سازمانو بې حجابه کارکونکي هم په دغه فرمان کي شاملي کړي دي او ویلي یې دي، چي ځواني ښځي باید د نامحرمه نارینه وو د لیدو پر وخت خپل ځان پټ کړي.
د دغه فرمان پراساس هغه ښځي چي په حکومتي ارګانو کي کار کوي او حجاب سم مراعت نکړي، د وظیفې څخه اخراجیږي.
د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت دغه فرمان د ټولو وزارتو د نمایندګانو په شمول یو هئیت تعین کړی دی، چي د ښځو حجاب به بررسي کوي. په فرمان کي همدارنګه راغلي دي، چي د رسنیو او منبرونو څخه دي دغه دستور ابلاغ سي.
په افغانستان کي قدرت ته د طالبانو تر رسیدو راوروسته هغوی پر خلګو، خصوصأ ښځو باندي ډیر محدودیتونه وضع کړی دي. هغوی تر ډیره حده پوري ښځي د کار او تحصیل څخه محرومي کړي دی.
سربیره پردې ښځي اجازه نلري، بیله محرم څخه د کور څخه لیري سفر وکړي. حتی موټروانانو ته یې اخطار ورکړی دی، چي په خپلو نقلیه وسایطو کي د بې حجابه ښځو د سپریدو څخه پرهیز وکړي. نارینه هم د دغو محدودیتو څخه خلاص ندي، مثلأ ږیره پریښوول، خولۍ پرسر کول او په کار کي محلي لباس اغوستل.
د طالبانو دغو اعمالو بین المللي عکس العملونه هم راپیدا کړي دي. ظاهرأ دغه محدودیتونه او د خلکو د ابتدايي حقوقو نقضول د دې سبب سوی دی، چي تر اتو میاشتو وروسته هم د دنیا یوه هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري په دراماتیک ډول د واک پر نیولو سربیره، ورځنی ژوند روان دی. خو ورځ تر بلې ژوند د تغیر په حال کې دی، په ځانګړي ډول د ښځو له پاره.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS
د نارینه وو نړۍ
له افغانستان څخه خپریدونکي انځورونه او ویډیوګانې په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ښيې، لکه د هرات په دغه رستورانت کې، چې مشتریانو ته هرکلی ویل کیږي. خو د پخوا په پرتله د پام وړ یو بدلون تر سترګو کیږي: د میزونو شا او خوا یوازې نارینه لیدل کیږي چې زیاتره یې دودیز کالي اغوستي وي او د ځینو یې پګړۍ پر سر وي. په ښارونو کې د ښځو شمیر ډیر کم شوی.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS
د نجونو او هلکانو د صنفونو جلا کیدل
د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې یوې پردې دغه محصلین سره جلا کړي دي. د جنسیت له مخې جلا والی دلته یوه رسمي پالیسي ده او ښایي لا پسې پراخه شي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي څو ورځې مخکې په کابل کې وویل: «په ګډو صنفونو کې زده کړه له یوې خوا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او له بلې خوا د افغانانو د ملي، فرهنګي او عنعنوي ارزښتونو سره په تضاد کې ده.»
انځور: AAMIR QURESHI AFP via Getty Images
له لاسه تللي آزادي
د ائتلافي ځواکونو تر شل کلن حضور وروسته هغه حقوق چې ښځو ترلاسه کړي وو ژر له منځه ولاړل. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال په خبره د ښځینه ورزشکارانو له پاره به سپورت منع شي.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS
هر ځای تالاشۍ
طالبانو هر لوري ته د تالاښۍ پوستې جوړې کړي دي. خلک په وسلو سمبال طالبانو څخه اندیښنه لري او له دې کبله غواړي د امکان تر حده د چا د پاو وړ و نه ګرځي. غربي لباس ډیر کم تر سترګو کیږي او په درنو وسلو سمبال کسان زیات ليدل کيږي.
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance
د کار په انتظار
په کابل کې هغه کارګر چې په ورځني مزد کار کوي، د یوه سړک پر غاړه په دې تمه دي چې یو څوک یې کار ته بوځي. افغانستان چې د طالبانو تر ولکې دمخه يې هم اقتصادي وضعيت کمزوری وو، اوس د اقتصادي سقوط او لا زیاتې بې روزګارۍ سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په راتلونکو میاشتو کې زیات انسانان بې وزلي ګواښي.
انځور: Bernat Armangue/dpa/picture alliance
د بشري حقونو له پاره مبارزه
له افغان مېرمنو سر پر بې رحمانه سرکوب سربیره هغوی بیا هم د خپل تعلیم، کار او مساوي حقوقو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبر ورکړی دی چې سوله ایز لاریونونه هم د تاوتریخوالي ډک چلن سره مخامخ کیږي. طالبانو مظاهره کوونکي په لښتو او درو وهلي او فیرونه يې پرې کړي دي چې تر اوسه د څلورو کسانو د وژل کیدو او نور ډېرو د ټپيانيدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: REUTERS
د طالبانو پلویان
له بل لوري دغه ښځې وایي چې دوی د طالبانو له نویو مقرراتو څخه راضي دي. دغه ښځې چې د طالبانو امنیتي کسانو بدرګه کولې، د طالبانو له چلن څخه بشپړ رضایت ښکاره کاوه. د دغو لاریون کوونکو په خبره هغه میرمنې چې له هیواده وځي د دوی استازیتوب نه کوي او په دې باور دي چې اسلامي قوانین د هغوی خوندیتوب تامینوي.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images
د کابل پوهنتون تالار
د طالبانو ضد لاریونونو برعکس دا ځل د هغوی [طالبانو] په پلوۍ لاریون ته خبریالان هم وربلل شوي ول. ځینې هغه خبریالان چې د طالبانو ضد لاریونونو ته یې خبري پوښښ ورکاوه د طالبانو له خوا له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو. دا د بدلیدونکي وخت په ځانګړې توګه د ښځو له پاره یو روښانه نښانه ده.