1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: چین زموږ «عبوري لار ده» - ښځي د تحصیل حق لري

۱۴۰۰ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې ایټالوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ویلي دي، چي له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان تر ټولو دمخه د چین مالي مرستو ته اړتیا لري او ښځي د تحصیل حق لري.

Afghanistan PK der Taliban
انځور: Stringer/REUTERS

ذبیح الله مجاهد دغه خبره ایتالوۍ ورځپاڼي »لا ریپوبلیکا« ته کړې او ویلي یې دي: «چین زموږ تر ټولو مهم ملگری دی او دا زموږ له پاره یو اساسي او ښه چانس دی. دغه هیواد تيار دی چي په افغانستان کي پانگونه وکړي او هیواد مو بیا ورغوي.»

د مجاهد په خبره طالبانو ته د«وریښمو د نوي لار» پروژه ډېر اهمیت لري. دا هغه زیربنايي نوښت دی، چي چین غواړي له دې لاري د تجارت په برخه کي خپل اغیز په نړیواله سطحه لا پسي پیاوړی کړي.

په تیرو اونیو کي تر سختو ناآرامیو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره لویدیځو هیوادونو خپل مالي کومکونه د افغانستان له پاره په ټپه درولي دي. د طالبانو ویاند ويلي دي: «د چین په مرسته به په راتلونکي کي خپل اقتصاد بیرته پر پښو و دروو. په افغانستان کي د مسو کانونه سته چي د چین په کومک فعاله کیدای او عصري کیدای سي. علاوه پردې چین زموږ له پاره د ټولي نړۍ مارکیټونو ته عبوري لار بلل کیږي.»

سربیره پر دې مجاهد ټینگار کړی دی چي ښځي به په آینده کي بیا هم اجازه ولري چي تحصیل وکړي. هغه له يادي ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي ښځو ته د نرسنگ او پولیسو په وزارتونو کي د اسیستانتانو او یا هم ادارو کي کارځایونه په نظر کي نیول سوي دي. خو دا یې له امکانه لیري وبلله چي ښځه به د وزیري په توگه دنده پرغاړه واخلي.

خو دا چي دا ډول ژمني به واقعاً د طالبانو له خوا عملي کیږي، تر اوسه لا معلومه نه ده.

پر دې سربيره مجاهد لویدیځ هیوادونه لکه ایټالیا په افغانستان کي له نوي حکومت سره دیپلوماتیکو اړیکو ته وهڅوله. هغه وويل: «موږ غواړو له ایټالیا سره ښه مناسبات له سره پیل کړو او هیله مند یوو چي دغه هیواد زموږ اسلامي حکومت په رسمیت و پیژني. زه هیله لرم چي زما دغه خبري ډیپلوماتیکي او سیاسي اړیکي پیاوړي او ایټالیا په افغانستان کي خپل سفارت بیرته پرانیزي.»

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب