1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاطمه ګیلاني له طالبانو سره د سولې غوښتونکې ده

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

فاطمه ګیلاني د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کړی چې له طالبانو سره سوله وکړي. د دې چارې تر سره کیدل د هغې له پاره د یوه خوب په رښتیا اوښتو او د افغانستان له پاره د سخت ازمایښت په معنی ده.

Afghanistan Fatima Gailani
انځور: Najia Anwari

فاطمه ګیلاني لا هم یوازې د ډوډۍ خوړولو پر مهال د مذاکره کوونکو پر وړاندې مخامخ کیني، نه د مذاکرې میز ته. د هغې دلیل دا دی چې لا هم یوه کوچنۍ کړۍ د هغه طرزالعمل پر سر سخت بحثونه کوي، چې په پام کې ده بیا وروسته د مذاکراتو د ټولو ګډون کوونکو له پاره صدق وکړي. د دغو بحثونو د پېلیدو اوس کابو یوه میاشت تیریږي.

فاطمه ګیلاني وايي: «د ماښامنۍ د خوړولو پر مهال موږ اوږدې خبرې اترې درلودلي. کله چې په دهلیز کې سره مخامخ کیږو، دریږو او د یو او بل پوښتنه کوو. زه ډیره ناروغه ومه، له همدې کبله هغوی ډیر مهربانه چلن کوي او خوشحاله دي چې زه بیرته ښه شوې یم او کولی شم په خبرو اترو کې ګډون وکړم.»

په افغانستان کې د جګړې ۴۲ کاله

کله چې فاطمه ګیلاني د «هغوی» ټکی کاروي، نو مقصد یې طالبان دي، یعنی مخالف لوری. خو په خپله فاطمه ګیلاني دغه اصطلاح نه کاروي. هغه وايي: «که صادقانه ووایم، زه تر اوسه دلته له داسې کوم برخورد سره نه یم مخامخ شوی چې زما له نظره بد وي. کله چې اصلي مذاکرات پېل شي، طبعا د نظر اختلاف به سره ولرو. خو هیله منده یمه چې د خپلو نظرونو توپیر ته حل ومومو، ځکه چې جګړه د سولې په وړاندې یو بدرنګه انتخاب دی.»

د افغانستان حکومت په پلاوي کې شاملې څلور میرمنېانځور: Najia Anwari

فاطمه ګیلاني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي هئیت غړې ده، هغه جمهوریت چې د طالبانو تر سقوط وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته رامنځ ته شوی دی. فاطمه ګیلاني له یوه عصري هوټل څخه چې په دوحه کې د سولې د تاریخي مذاکراتو کوربه دی، د وټس اپ له لارې په خبرو کې دویچه ویله ته وویل: «داسې یو احساس کوم چې ګنې یو خوب پر حقیقت اوښتو دی. له ۴۲ کلونو راهیسې په خپل هیواد کې د سولې د راتلو له پاره مبارزه کوم.»

مجموعأ ۴۲ استازي، یعنې له هر لوري ۲۱ استازي د سولې په مذاکراتو کې حضور لري.

د ۱۹۷۰مې لسیزې په پای کې کله چې افغانستان له هرج او مرج سره مخامخ شو، هغه مهال فاطمه ګیلاني ۲۴ کلنه وه او اوس ۶۶ کلونو ته رسیدلې ده. هغه د سرطان په ناروغۍ اخته شوې او د درو سترو جراحي عملیاتو وروسته له استراحته بیرته راستنه شوې چې د دوحې په مذاکراتو کې ګډون وکړي. فاطمه ګیلاني د هغو څلورو میرمنو څخه یوه ده چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو سره د خبرو اترو له پاره په ټاکل شوي پلاوي کې حضور لري. آیا هغه یوه فمینیسته ده؟ هغه په دې هکله وایي: «که چیرې یو څوک د ښځو د راتلونکي له پاره هلې ځلې او مبارزه کوي او فمینیست بلل کیږي، په هغه صورت کې بیا فمینیسته یم. خو زه د نورو موضوعاتو له پاره هم دغه ډول هڅې کوم. زه په خپل هیواد کې د هر هغه څه پر ضد چې غلط وي مبارزه کوم.»

فاطمه ګیلاني د فارسي ادبیاتو، اسلامي علومو او قوانینو په برخه کې زده کړي کړي دي. هغه په ۱۹۶۰یمه لسیزه کې د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال چې په افغانستان کې آرامه وه رالویه شوې. هغه مهال ښځو په ټاکنو کې د ګډون او د زده کړو حق درلود. میرمن ګیلاني پرته له دې چې د کوم ځواب انتظار ولري، په کراره وایي: «موږ هر څه له لاسه ورکړي دي، همداسې نه ده؟» هغه زیاتوي: «زموږ اکثره ځوانان سوله نه پيژني. دقیقا له همدې کبله زه دلته ډیر محتطانه چلن کوم.» د جګړې په ډګر کې هره ناسمه کلمه کیدای شي خپل عواقب ولري.

د مجاهدینو له لیکو تر سرې میاشتې پورې

میرمن ګیلاني وايي چې هغه د ټول افغانستان له پاره یوازې یو شعار لري او هغه دا چې [وژنې] باید ختمې شيانځور: Reuters/M. Ismail

فاطمه ګیلاني د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له لوري د افغانستان تر اشغالیدو وروسته له خپل هیواده ووته. هغه په لندن کې د یوې ځوانې میرمنې په توګه د مجاهدینو لیکو ته ورننوته. پلار یې د پخواني شوروي ځواکونه پر وړاندې د یوې «جهادي» ډلې مشر وو. میرمن ګیلاني د ۲۰۰۱م کال په نومبر میاشتې کې د طالبانو تر سقوط وروسته په بن کې د افغانستان په هکله په جوړ شوي کنفرانس کې هم حضور درلود، چیرې چې په ډیر سرعت سره د یوه دیموکراتیک افغانستان په هکله مذاکرات وشول.

هغه له هیواده د باندې د ۲۰ کلونو تیرولو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه، د افغانستان د نوي اساسي قانون په تدوین کې یې برخه واخیسته او د سرې میاشتې مشره هم پاتې شوې ده. هغه ۱۳ کاله د دغې ادارې مشره وه چې تر ۲۰۱۶م کاله پورې یې دندې دوام وکړ.

فاطمه ګیلاني وایي: «زه په دواړو لورو کي د انساني غمیزو شاهده ومه. د افغانستان بدمرغي او بې وزلي نوم او قلمرو نه پيژني.» هغه د یوې لنډې چوپتیا وروسته زیاتوي: «واقعا هیڅوک یوه ملایکه نه وه.»

اوربند ترهرڅه لومړیتوب لري

فاطمه ګیلاني نه غواړي ملامتیا د کوم لوري پر غاړه باندې واچوي: «زه د ټول افغانستان له پاره یوازې یو شعار لرم او هغه دا چې [وژنې] باید ختمه شي، که هر څوک یې مسوول دی. اوربند زما له پاره تر ټولو مهم لومړیتوب دی.»

د دوحې په مذاکراتو کې مرکزي موضوع دا ده چې اسلام به د افغانستان په راتلونکي کې څه نقش ولريانځور: Habiba Sarabi

خو اوس هم هره ورځ جګړې او بمبارۍ ادامه لري او په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو قطعات له افغانستان څخه د وتلو له پاره چمتووالی نیسي. متحده ایالات غواړي څومره ژر چې امکان ولري خپلې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو له پاره یوازي له طالبانو سره مذاکرات وکړل، پرته له دې چې د افغانستان حکومت پکې شامل کړي.

اصلي موضوع د اسلام نقش دی

فاطمه ګیلاني بهرنیو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې د افغانستان د سولې په پیچلي بهیر کې یو اړخیز دریځ ونه نیسي. د هغې په خبره په ۲۰۰۱م کال کې ټولو ګمان کاوه چې «طالبان به په آسانۍ سره له منځه ولاړ شي. خو څرنګه د ټولنې یوه برخه په آسانۍ سره ورکیدلی شي؟» د هغې په خبره اوس به هم دغسې څه پيښ نه شي: «موږ د دې هیواد برخه یو او په آسانۍ به له منځه ولاړ نه شو. ځوانان د دې هیواد یوه برخه دي. ښځې د دې هیواد یوه برخه دي. موږ حضور لرو او له ارزښتونو څخه نماینده ګي کوو.»

په دوحه کې دقیقا پر همدغو ارزښتونه بحثونه کیږي. د دوحې په مذاکراتو کې مرکزي موضوع دا ده چې اسلام به د افغانستان په راتلونکي کې څه نقش ولري: افغانستان تر کومه حده غواړي عصري او دیموکراتیک اوسي، د حقوقو برابروالی به څه ډول وي او څومره به اسلامي وي؟ آیا دغه هیواد به جمهوریت پاتې شي یا که د یوه مذهبي دولت په توګه، لکه اسلامي آمارت؟ دغه پوښتنې نه یوازې د طالبانو تر ظهور وروسته، بلکې له څو لسیزو راهیسې ناحله باقې پاتې دی.

امریکا متحده ایالات – یو صادق منځګړی؟

د دې له پاره چې د میز تر شا ناستو د دواړو لورو حد اکثر غوښتنې تعادل کړی شي، یوه صادقه او حوصله مند منځګړي ته اړتیا دهانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د طالبانو په موجودیت کې به یو سوله ایز افغانستان څه ډول وي؟ دا هماغه پوښتنه ده چې په کابل کې يې د سولې څیړونکي مریم صافۍ بوخته کړې ده. هغه په ۱۹۸۳م کال کې د پخواني شوروي ځواکونو له لوري د افغانستان د اشغال پر مهال په کابل کې زیږیدلې ده. مریم صافۍ په ۱۹۸۸م کال کې له خپلې کورنۍ سره لومړی پاکستان ته تیښته وکړه او بیا له هغه ځایه کاناډا ته ولاړل. دغه میرمن له ۲۰۱۰م کال راهیسې په کابل کې ژوند کوي او هلته یې د سیاسي تحقیقاتو او پراختیایي مطالعاتو د انسیتیتوت بنسټ کیښود. هغه وایي: «افغانستان [د لویدیځ د مداخلې په پایله کې] له کلتوري، دودیز او په ټوله کې ټولنې بدلون موندلی. خو ګومان کوم موږ یو هم نه پوهیږو چې څه ډول مو تغیر کړی.»

د بیلګې په ډول د ښځو حقوق اوس هم شخړه ایز دي، نه یوازې د طالبانو په لیکو کي. د هیواد دوه پر دریمه برخه نفوس په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي، او په سلونو زره نارینه د مبارزینو په توګه خپل معاش ترلاسه کوي. طالبان نوی اساسي قانون غیر اسلامي ګڼي، پر دې سربیره هم چې په هغه کې لیکلي چې هیڅ قانون له اسلام سره په مغایرت کې نه شي واقع کیدی.

په ټاکنو کې په پرله پسې ډول د درغلیو تورونو، اداري فساد، له واک څخه د ناوړه استفادې او د امنیت نشتوالي پر دیموکراتیک دولت د ټولنې باور متزلزله کړی دی.

مریم صافۍ ټینګار کوي چې «زما په نظر یوه اسلامي امارت ته بیرته ستنیدل، نوی افغانستان نه منعکسوي کوم چې شل کاله دمخه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ رامنځ ته شوی. ټولې لاس ته راوړنې به نابوده او تر پښو لاندي شي. ښایي ځیني محدود موفقیتونه ترلاسه شي، خو اوس دیموکراتیکې لاس ته راوړنې او لیبرال حقوق موجود دي.»

فاطمه ګیلاني د لیسبوس او ساموس ټاپوګانو ته په اشارې سره، له ګډو مسوولیتونو څخه هم یادونه کويانځور: Aris Messinis/AFP

د دې له پاره چې د میز تر شا ناستو د دواړو لورو حد اکثر غوښتنې تعادل کړی شي، یوه صادقه او حوصله مند منځګړي ته اړتیا ده. آیا امریکا متحده ایالات چې په لومړي قدم کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په فکر کې دي، کولی شي دغه نقش ولوبوي؟ په دې هکله مریم صافۍ وایي: «دا چې متحده ایالات څرنګه او چیرې د سولې له دغه بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړي، دا پکې ټاکونکی نقش لري چې دغه بهیر څه ډول پرمخ ځي او آیا د افغانستان د خلکو اړتیاوې منعکسوي که نه.»

د سرې کرښې پر وړاندې له احتیاطه کار اخیستل

دوحه چې له کابله ۲۰۰۰ کیلومتره وړاندې پرته ده، فاطمه ګیلاني پکې د سولې د اصلي مذاکراتو د پیلیدو په انتظار ده. هغه په دغو مذاکراتو کې خپل ځان د حکومت د استازې په توګه نه ویني، بلکې خپل ځان د مدني ټولنې استازې بولي: «په تیرو ۱۹ کلونو کې مې هیڅکله په حکومت کې کار ونه کړ. ما په عمدي ډول تصمیم ونیو چې بشر دوستانه چارو ته مخه کړم.»

فاطمه ګیلاني دې پوښتنې ته چې له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې «سره کرښه» یا کوم نهایي سرحد ټاکلی، ځواب ور نه کړ. خو هغې له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې وویل: «زما یوازینۍ سره کرښه دا ده چې مذاکرات ناکام نه شي. دغسې یو څه باید رامنځ ته نشي. دغسې یو څه نه شي کیدی چې انتخاب وي. هرکله چې د مشخصو ارزښتونو څخه د دفاع مسله وي، موږ هغه د اسلامي او بشري دریځ له مخې ترسره کوو.»

فاطمه ګیلاني د لیسبوس او ساموس ټاپوګانو ته په اشارې سره، له ګډو مسوولیتونو څخه یادونه کوي: «کله چې د ټلویزونونو له لارې په یونان کې د مهاجرو په هکله رپوټونه اورم، د افغانانو څیرې پيژنم. دا مې زړه ماتوي چې کله ځوان افغان هلکان او نجونۍ وینم چې بدمرغۍ ګالي، یوازې په دې خاطر چې د خپل هیواد شرایط بدتر ګڼي.»

سندرا پیترزمن