1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د اشغال د دوام په صورت کې خپلې جګړې ته دوام ورکوو

۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

طالبانو اعلان کړی دی چې که په افغانستان کې مستقر بهرني ځواکونه تر ټاکل شوې مودې پورې ونه وځي، دوی به خپلې «جګړې او جهاد» ته ادامه ورکړي.

Suhail Shaheen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د وسله والو طالبانو د قطر د سياسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې (د فبرورۍ میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د مستقرو امریکایي ځواکونو او یا نورو ناټو ځواکونو پاتې کیدنه د «افغانستان د اشغال د دوام» په معنی ده.

نږدې یو کال مخکې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت حکومت له طالبانو سره په دوحه کې یو توافق ته ورسید چې له مخې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه وکړه. بالمقابل امریکا د روان کال تر می میاشتې پورې په بشپړ ډول له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ټټر وهلی وو.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ د خپلې ولسمشریزې دورې په وروستیو اونیو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تدریجي کمول عملي کړل او خپل یو شمیر سرتیري یي له افغانستان څخه و ایستل. اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري موجود دي.

شاهین ژورنالیستانو ته وویل: «مونږ د شلو کلونو راهیسې د اشغال پر وړاندې جنګیږو»، که د نړیوالو ځواکونو وتل تر می میاشتې پورې عملي نه شي، دا په دې معنی ده چې «مونږ اړ ایستل کیږو چې خپلې جګړې او جهاد ته ادامه ورکړو.»

د جو بایډن تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر شوي موافقه به له سره غور وکړي.

دواړه خواوې یو پر بل له موافقې څخه د سرغړونې تور لګوي. د جمعې په ورځ د افغانستان ولسمشر له امریکا وغوښتل چې پر طالبانو فشار زیات کړي او د خپلو ځواکونو پر ایستلو دې بیړه نه کوي.

شاهین زیاته کړې ده: «که تاسې [امریکا] غواړئ یو وار بيا موافقه ؤ ارزوئ، کولی شي ويې ارزوئ، خو تاسې مکلف یاست چې موافقې ته ژمن پاتې شئ.»

نوموړۍ ټینګار وکړ چې دا امریکا او افغان ځواکونه دي چې په پرله پسې ډول د دوحې له موافقتنامې څخه سرغړونه کوي او طالبان یې په غبرګون کې په عاجل ډول پر دفاعي اقداماتو لاس پورې کوي.

د سولې د موافقتنامې سربیره نږدې هره ورځ پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي. د دې ترڅنګ د تیرو څو میاشتو راهیسې په هدفي وژنو کې سیاستوال، مدني فعالان او ژورنالیستان په نښه کیږي، چې حکومت یي پړه پر طالبانو ور اچوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص