هندي کمپنۍ «ټاټا موټرز» خپل د یوه مشهور ماډل «ټیاګو» الیکترونيک ماډل معرفي کړی دی. د «ټیاګو ای وي» قیمت ۸۴۹۰۰۰ هندي روپۍ ټاکل شوی چې په دې هیواد کې تر ټولو ارزانه جوړیدونکی برقي موټر دی. دا قیمت د ۱۰۳۷۰ امریکایي ډالرو معادل کیږي.
ټاټا موټرز په هند کې د الکتورنيکي موټرو د جوړونې یوازنۍ شخصي کمپنۍ ده. ټیاګو ای وي موټر به بازار ته د دې کمپنۍ په لا زیات لاس رسي کې مرسته وکړي، ځکه دا یو داسې موټر دی چې د ټيټې بیې درلودلو له کبله به ورته لازیات خلک لاسرسی ولري.
په هندوستان کې حکومت د الیکترونيکي موټرو صنعت ته سبسيډي ورکوي. برقي موټرو جوړونکي زیاتره مشهورې نړیوالې کمپنۍ د درنو ټکسونو او سیمه ایز صنعت ته د سبسیډۍ ورکولو له امله تر اوسه پورې د هند له بازار څخه لیري پاتې شوي دي.
په لوموړي سر کې به د ټیاګو ای وي ماډل یوازې ۱۰ زره موټر بازار ته د خرڅولو له پاره وړاندې شي. د ټیاګو ای وي، تر ټولو کم قیمت لرونکی موټر یي تر یو ځل چارج کیدو وروسته ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي، په داسې حال کې چې قیمتي ماډل یي بیا تر ۳۱۵ کیلومترو پورې فاصله وهلی شي.
اړوند: د ټسلا کمپنۍ د برقي موټرو پلور ریکارډ کچې ته لوړ شوی
په هند کې تر ټیاګو ای وي وروسته تر ټولو ارزانه برقي موټر د «ټیاګو» کوچنی ورژن دی چې بیه یي د ۱۴۹۴۰ امریکایي ډالرو معادل دی. مهمه خبره دا ده چې په چین کې د تر ټولو ارزانه الیکترونيکي موټر بیه ۳۲۸۰۰ یوآن دی، چې ۴۵۲۵ ډالرو معادل کیږي.
د ټیاګو ای وي، د پيرونکو مصارف به پر فوسیلي انرژۍ د چلیدونکو موټرو په پرتله ۸۶ فیصده پورې را کم شي. یعنې دوی به د همدومره تګ راتګ له پاره د موجوده لګښت یوازې اومه برخه مصرفوي.
د ټاټا موټرز یوه لوړپوړي چارواکي شیلیش چندرا په حواله: «د ۶۲۰ میله یا ۱۰۰۰ کیلومتره واټن وهلو له پاره عنعنوي ټیاګو ماډل موټر د ۷۵۰۰ هندي روپیو په ارزښت سون موادو ته ضرورت لري، په داسې حال کې چې د همدې واټن له پاره د ټیاګو ای وي، پر چارجولو یوازې د ۱۱۰۰ روپیو مصرف راځي.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د کرونا ويروس او اقتصادي بحران پر ويري سربيره د آلمان موټر جوړونکو د خپلو پرمخ تللو موټرو توليد ته مخه کړې. د آلمان هغه الکترونيکې موټر، چې سږکال بازارته وړاندې کيږې، په دغه انځورونو کي کتلی شئ:
انځور: Uli Deck/dpa/picture allianceپورشه کراس توریسمو چې د ژنيو په نندارتون کې په ۲۰۱۸م کال کي راڅرګند شوی وو، سږکال بازار ته وړاندې کيږې. اوږدوالې يې ۴،۹۵ متره او د حرکت ځواک يې شپږ سوه آسپاوره دې. دغه کراس توریستو موټر ټول بريښنايي دی، چې سرعت يې په ساعت کې ۲۵۰ او په ۳،۵ ثانيو کي يې سرعت ۱۰۰ ته رسيږي. بطرۍ يې په څلورو دقيقو کي د ۱۰۰ کيلومتره واټن له پاره چارچ کيږې.
انځور: Uli Deck/dpa/picture allianceبشپړ بريښنايي موټر په دوه مدلو کې توربو او توربو اس کي وړاندې کيږې، چې د ليتيون بطريو په لرلو سره د لوړ ولتاژ لرونکی دی. دغه موټر په پوره چارج سره کولای سي ۴۰۰. پورشه تايکان په لومړي سر کې د چين بازار ته وړاندې کيږې.
انځور: VCG/MAXPPP/picture allianceبي ام وي آی ایکس له دوو الکترونکي ماشينونو کار اخلي، چې په د شا او مخ په حصو کي په ټوليزه توګه ۵۰۰ آسپاور ځواک سره تولیدوي او په پنځو ثانيو کي يې سرعت له صفر څخه ۱۰۰ ته رسیږي. دغه بي ام وي د روان ميلادي کال په دویمه نیمايي کې بازار ته وړاندې کيږې.
انځور: BMW/AP/picture allianceبي ام وی آی ۴ يو الکترونیکي موټر دی. ځواک يې ۵۳۰ آسپاوره دی او ۸۰ کیلوواټه بطرۍ پکښې کار سوي دي چې په ۴ ثانیو کې خپل سرعت له صفر څخه ۱۰۰ ته رسوي.
انځور: VCG/MAXPPP/picture allianceد دولتي مرستو په کسر سره چې د برقي موټرو د رانيولو له پاره ورکول کيږې، دغه بشپړ الکترونکي موټر بیه به تر ۴۰ زره يورو لږ وي. دغه مرسدس بنز په يوې بطرۍ سره تر ۴۰۰ کيلومتره پوري واټن وهي. دغه مرسدس بنز د روان کال په وروستیو کي له دوو نورو برقي موټرو سره به مينه وال حيران کړي.
انځور: Uwe anspach/dpa/picture allianceلس ډوله مساژ، بې شروشوره موټر چلول، په موټر کي د ۲۵۳ ال اي ډي گروپانو رڼا په بيلا بيلو رنګونو کي او په لسونو نور لوکس امکانات د دغه ۱۲ سليندره موټر له پاره جوړ شوي دي. مرسدس مياباخ د سږکال په پسرلي کې د آلمان بازار ته وړاندې کیږې. امريکا، چين او نور اروپايي هیوادونه به له دوبي څخه دغه موټر تر لاسه کړي.
انځور: Thomas Geiger/dpa/picture allianceفولکس واګون کمپنۍ دغه ماډل موټر يوازې څو میاشتې وروسته له ID.3 څخه توليد کړ. يو ځل يې چې بطرۍ چارچ شي تر۵۲۰ کيلومترو پورې فاصله وهي.
انځور: Peter Steffen/dpa/picture allianceدغه موټر د فولکس واګون کمپنۍ تولید دی چې ځواک يې ۳۲۰ آسپاوره دی او په ۴،۷ ثانيو کي يې سرعت له صفر څخه سلو ته رسيږي.
انځور: Thomas Geiger/dpa/picture allianceسکوادا موټر چې د چک په جمهوريت کي توليديږې د آلمان فولس واګون کميپنۍ له تخنیکی مرستو څخه ګټه اخلي. د انياک ايف موټر سږکال بازاته وړاندې کيږې، چې ماشين يې په ۱۴۸ ځواک سره ۲۰۴ آسپاوره دی. بطرۍ يې په يو ځل چارج سره ۵۰۰ کيلومتره واټن وهي.
انځور: Ondrej Deml/CTK/picture allianceفولکس واګون ليموزين آرئتون چې ماشين يې ۳۲۰ آسپاوره ځواک لري، سږکال بازار ته وړاندې کيږې. د۲۰۲۰م کال له نوامبر مياشتې څخه يې ماشين چمتو شوی دی او قيمت يې تر ۴۵ زره پورو زيات دی.
انځور: Uli Deck/dpa/picture allianceدغه موټر شپږ سليندره ماشین لري او ۳۴۰ آسپاوره دی. د دغه ځواکمن موټر بيه له ۹۲ زره او ۸۰۰ يورو څخه شروع کيږي.
انځور: Audi/AP Photo/picture allianceآودې اس کو ۵ شپږ سليندره ماشين او ۳۴۹ آسپاوره ځواک لري. د موټر په کابین کې د تلويزون ۱۰،۱سکرين هم شته. د دغه موټر له ۵۲ زره يورو څخه پیليږي.
انځور: Dursun aydemir/AA/picture allianceآودې آي ترون جي تي د آئودي دريم برقي محصول دی چې کولی شي سرعت په ۳،۵ ثانيو کي د سکون له حالته ۱۰۰ ته ورسيږې او په يوه چارج ۴۰۰ کيلومتره واټن وهي. چت يې له کاربن او نور جوړښت يې له فولادو او المونيم څخه دی. د دغه موټر بیه له ۶۷ زره يورو څخه پيليږي.
انځور: Photox/HPIC/picture alliance