1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ورځي څلور پيالې چای د ديابت مخنيوی کوي؟

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

وروستيو څېړنو ښودلي ده چې احتمال لري د چای څښل په ديابت د اخته کیدلو خطر راکم کړي. هغه کسان چې په ورځ کي ۴ پيالي، تور يا شین چای يا اولانگ وڅښي پر شکر ناروغۍ د اخته کیدو خطر راټيټوي.

Diabetes Insulinspritze
انځور: Photoshot/picture alliance

د «Everyday Healt» طبي خپروني د معلوماتو له مخې، څېړونکو په اتو هيوادونو کې د يو ميليون گډون والو  ۱۹پخوانۍ څېړني چې ديابت يې نه درلود ارزولي دي. هغوی په دغه ارزونه کي څېړلې ده چې دغه گډون کوونکو څومره شين يا توري چای او اولانگ څښلي دی. په ورځ کي له يوې پيالي کم تر دريو پيالو، څلورو پيالو يا ډېر.

د دغه لس کلنې دورې څېړني او شننې ښودلي ده، هغه کسانو چې څلور پيالي چای څښلي د نورو کسانو په پرتله چې کم چای يا يې هيڅ نه دی څښلي ۱۷ سلنه په ديابت ۲ د اخته کيدلو خطر يې کم دی.

دغه څېړنه او شننه ښيې چې د يوي پيالي تر دریو پيالو پوري چای په ديابت د اخته کيدلو خطر ۴ سلنه کوي. په چين کي د وهان د علم او صنعت پوهنځي کارپوهانو ويلي دي: »زموږ د څېړنو پايلي په زړه پوري دي، ځکه دا ترينه جوتيږي، هغه کسان چې په اسانۍ سره په ورځ کي څلور پيالي چاي وڅښي، کولي شی په ۲ ډوله ديابت د اخته کيدلو خطر کم کړي.«

اړوند مطالب:د شين چای گټي او د الکهولو تاوان

د خوړو رژيم آکاديمي ( (ANDپه خبره شین چای او اولانگ له يو ډول نبات څخه تولیديږي او د پاڼو ډولونو د توپير له کبله جلا مزه لري. په چاي کي پلي فنون او طبعي مواد کافئن لرونکي نبات هغه انتی اکسیدانونه دي چې کولي شي د ديابت پوري اړوند حجرو ته زيان رسول کم کړي او په شین چای کي يو ډول پلي فنل احتمال لري چې په وينه کي د شکرې کنترول سره مرسته وکړي. په حقيٍقت کي پلي فنلونه د ويني غلظت گلوکوز مهاروی او د α- گلوکوزيداز د نورو انزایمونو فعالیت کنترول او کموي.

د نورو معتبرو څېړنيزو سرچينو د څېړنو پايلو ښودلي ده چې شين چای په موږکانو کي امکان لري د انسولين توليد زيات او په وينه کي د ويني کچه ټيټه کړي. په عين حال کي توري چاي د ډير تافلاوین لرونکې دي چې انتي اکسیدانی او د التهاب ضد خواص لري. که څه هم لیکوالانو خبردارې ورکړی چې نه شي کولي په غوڅ ډول ووايې، ځکه چې د گډون والو د ژوند شرايط، دود او دستور او دغه ډول فيزيو لوژيکي فاکتورونو پر دغو څېړنو هم خپل اغيز لرلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب