1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

مانش کانال کي د کښتۍ ډوبېدو وروسته ۱۹ کلن ځوان نيول شوی

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

تر هغه وروسته چي په مانش يا انګليس کانال کي د مهاجرو د يوې کښتۍ په ډوبېدلو سره ۴ انسانان مړه شول، پوليسو اوس يو ۱۹ کلن ځوان نيولی دی.

UK I Dover I Migration I Vier Tote nach Bootsunglück
انځور: Peter Nicholls/REUTERS

د بريتانيې پوليس وايي چي د مهاجرو د يوې کښتۍ د ډوبېدنې په قضيه کي يې يو مشکوک کس نيولی دی. د آلمان د خبري آژانس په حواله پوليسو ويلي دي چي دغه ځوان به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۸ نېټه) قاضي ته وړاندي کړل شي. دا معلومات د کېنټ پوليسو د يکشنبې په ورځ ورکړي دي.

د پوليسو له خوا پر نيول شوي ځوان تور دی چي په قصد سره يې د پناه غوښتونکو لپاره سفر سازماندهي کړی و. هغه د دې لپاره چي دغه مهاجر و بريتانیې ته ورسوي. ويل شوي چي د قضيې په تړاو پلټنې لا ادامه لري.
تر ۱۶۰ ډیر کسان په انګلیس کانال کې له ډوبیدو ژغورل شوي

د سه شنبې او چهارشنبې تر منځ په شپه کي د فرانسې او بريتانيې تر منځ په مانش يا انګليس کانال کي يوه تر اندازې زياته په مهاجرو ډکه ربړي کښتۍ په بېړني حالت کي واقع شوې وه. په دغه کښتۍ کي تر ۵۰ پوري مهاجر سپاره ول. دغه کښتۍ په اوبو کي اوښتې وه چي پکښي ۴ سپرلي مړه شول او پوليسو ۳۹ نور له اوبو څخه وژغورل.

تقريبا يو کال تر مخه هم پر دغه مسير يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چي پکښي شاوخوا ۳۰ کسان مړه شوي ول. په روان کال کي هم په زرونو مهاجرو له دغې خطرناکي لاري و بريتانيې ته ځانونه ورسول.
 

د بريتانيې حکومت د زيات وخت راهيسي هڅه کوي چي د مانش کانال له لاري ورته د مهاجرو د ورتګ مخه ونيسي.
 

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب