1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ولې د آلمان سفير احضار کړی؟

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د ایران د بهرنيو چار وزارت په دغه هېواد کې د آلمان سفير احضار کړی دی. وزارت همدا راز د آلماني سیاستوالو دريځونه «مخرب» بللي دي.

 د ایران د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ
ایران د بهرنيو چار وزارت په دغه هېواد کې د آلمان سفير احضار کړی دی. انځور: Rouzbeh Fouladi/ZUMA/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د ایران د دولتي راډیو په حواله خبر ورکړی دی چې تهران د آلمان سفير احضار کړی دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د ياد وزارت د يوې غونډې په ترڅ کې خپل هغه شکايت چې «ایران ضد فعاليت» یې بولي بللی، څرګند کړی دی. 

روښانه نه ده چې دا غونډه څه وخت ترسره شوې او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه کومه اعلاميه نه ده نشر کړې.

د آلمان سفير تر هغه وروسته احضار شوی دی چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د آلمان په مونشن ښار کې ۲۵۰ زرو کسانو د ایران د حکومت له خوا د اعتراضونو د ځپلو پر ضد احتجاج وکړ. دا په آلمان کې د ایرانيانو په مظاهرو کې د ګډون کوونکو ډېر لوړ شمير دی.

پر دې سربیره يو شمیر آلماني سیاستوال له احتجاج کوونکو سره خپل یووالی هم ښوولی. 

په مونشن کې مظاهره کوونکو د ایران د وروستي پاچا چې په ۱۹۷۹م کال کې له را وپرځول شو، له زوي رضا پهلوي څخه ملاتړ کاوه. پهلوي چې په متحده ایالاتو کې په تبعيد کې ژوند کوي، د ایران د انقلابي غورځنګ تر ټولو څرګند غږ دی.

۶۵ کلن رضا پهلوي، د شنبې په ورځ د مظاهره کوونکو مخې ته راڅرګند شو او وينا یې وکړه. هغه د آزادو ټاکنو له لارې د ایران د ديموکراتیک راتلونکي پر لور د رهبري کولو پر خپل تمايل باندې ټینګار وکړ.

پهلوي د يو شمیر ملتونو د يووالي ښوولو ستاينه وکړه او ویې ويل: «موږ يوازې نه يو.»

د ایران پر حکومت د آلمان د صدراعظم نیوکه

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو امريکا ميشته آژانس (هرنا) ويلي دي چې د دولت ضد احتجاجونو په ترڅ کې د دولت له خوا ځپل کيدو په پايله کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. دا اعتراضونه د ناوړه اقتصادي وضعيت په دليل پېل شوي ول.

اړونده موضوع: میرڅ: د ایران حکومت د وروستیو ورځو او اونیو شاهد يو

دا احتجاجونه د دسمبر میاشتې په پای کې پيل شوي ول او تر هغه وروسته په خونړي اخ و ډب واوښتل. که څه هم چې دغه احتجاجونه اوس کمرنګه شوي دي خو فعالانو اوس هم د مړو د شميرو راټولو په حال کې دي او انديښنه لري چې د قربانيانو شمیر به لوړ وي.

د آلمان صدراعظم فریدرش میرڅ، هم د ایران پر مشرتابه انتقاد کړی وو. نوموړي د جنورۍ میاشتې په نیمايي کې ويلي ول چې په ایران کې دولت ضد پراخو مظاهرو ته په کتلو سره په دغه هېواد کې د سياسي تغير انتظار لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب