1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: پر ليويو ښار راکټي بريدونو کې لس کسان وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د اوکراين په لويديځ کې پروت پر ليويو ښار د بريدونو په ترڅ کې د مړو شمېر لسو کسانو ته جګ شوی دی. د ښاروال اندري سادووی په خبره د جمعې په سهار د يوې ښځې مړی له کنډوالو څخه راويستل شو چې د بريدونو لسمه قربانۍ ده.

د اوکراين لويو ښار
د اوکراين لويو ښارانځور: STATE EMERGENCY SERVICE OF UKRAINE/REUTERS

د اوکراين د کورنيو چارو وزارت په حواله د چهارشنبې له شپې راهيسې د استوګنې پر يوه سيمه باندې د راکټي بريدونو له کبله د درو ماشومانو په ګډون ۴۲ کسان ټپيان شوي هم دي. په ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې د اوسېدو د يوه ستر بلاک لوړ پوړونه د توغنديو د اصابت له کبله په بشپړه توګه نړيږي.زیلنسکي: موږ کولی سوای د روسیې پر وړاندې ځوابي برید ژر پیل کړو

د رسمي شمېرو له مخې ټول ټال ۳۵ ودانيو ته زيان اوښتی دی. د ليويو په ښار کې د دوو ورځو له پاره ماتم اعلان شوی دی. سادووی ۱۶ مياشتې پخوا د روسيې له خوا پر اوکراين د يرغليزې جګړې له پيل راهيسې دغه بريد پر ملکي زېربنا تر ټولو سخته حمله بللې ده.

زياته کړې يې ده چې روسيې د »کاليبر« په نوم مارش توغندي پر ليويو ښار د بريد پرمهال کارولي دي چې د تورې بحيرې له لوري پر اوکراين ويشتل کيږي. دا هم ويل شوي چې د اوکراين دافع هوا سيستمونو له لسو څخه اووه توغندي په هوا کې خنثی کړي دي.په اټومي بټۍ کې د خطرناکو پارونکو کړنو په اړه د زيلنسکي خبرداری

ليويو د اوکراين په لويديځ کې د پولنډ له سرحد څخه يوازې ۷۰ کيلومتره لېرې پروت دی. په دغه ښار کې چې پخوا يې ۷۲۰ زره اوسېدونکي لرل، د اوکراين له ختيځ ډېرو جګړه ځپلو سيمو څخه راکډه شوي خلک هم ژوند کوي.  

ډي پي ای/ن.ص./ن.ز.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب