د « Global Terrorism Index» يا «ترهگرۍ نړيوال شاخص» کې چې نن، چهار شنبه په لندن کې نشر شو، راغلي دي چې د ترهگرۍ د قربانيانو په شمير کې د پام وړ کمښت راغلی دی. زياته شوې ده چې په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهگرۍ د قربانيانو شمير ۱۳۸۲۶ وو چې دا ۱۵ سلنه کمښت ښيي. په دې توگه له ۲۰۱۴م کال راهيسې چې د تروريستي بريدونو د قربانيانو شمير پکې تر ټولو لوړ وو، دغه شمير په پرله پسې پنځم ځل راټيټ شوی دی.
د آسترليا د «اقتصاد او سولې انستيتويت» په نامه څيړنیز مرکز په دې شاخص کې ويل شوي چې د ترهگرۍ اصلي لامل اوس هم شخړې او کړکیچونه دي.
ويل شوي دي چې په ځانگړي توگه په افغانستان او نايجيريا کې وضعيت ښه شوی دی، ځکه چې د داعش او همدا راز د الشباب ترهگره ډله په دوامداره توگه تر فشار لاندي نيول شوې ده. خو زياته شوې ده چې سره له دې هم دغه دوه يوازني هېوادونه دي چې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان پکې د ترور قرباني شوي دي.
د معلوماتو په حواله په ټولیزه توگه په ۱۰۳ هيوادونو کې ښه والی ليدل شوی دی.
زموږ له آرشيف څخه:په خيبر پښتونخوا کې د ترهگرۍ قربانيان
خو بورکينا فاسو هغه هيواد دی چې د ترهگرۍ له کبله پکې د قربانيانو شمير ۵۹۰ سلنه زيات شوی دی. نور هغه هيوادونه چې وضعيت پکې ډېر خراب شوی دی، سريلنکا، موزمبيق، مالي او نايجر پکې شامل دي.
څه موده وړاندې په ويانا کې يوه ترهگریز بريد څلور تنه ووژلانځور: Herbert Neubauer/APA/picture alliance د «ترهگرۍ نړيوال شاخص» په حواله په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو خونړي بريدونه وسله والو طالبانو په افغانستان کې ترسره کړي دي خو سره له دې هم په ټولیزه توگه د دغه ډلې په بريدونو کې ۱۸ سلنه کمښت راغلی دی.
اړونده موضوع:سعودي عربستان ۳۷ کسان د «ترهگرۍ» په جرم اعدام کړي دي
د داعش ډلې په پياوړتيا او نفوذ کې هم کمښت راغلی دی: دغي ډلي له هغه راهيسې چې بنسټ یې ايښوول شوی، په لومړي ځل په يوه کال کې تر زرو کمو قربانيانو مسؤليت پر غاړه لاره.
د ترهگرۍ د نړيوال شاخص په حواله په شمالي امريکا، لويديځې اروپا او د پاسيفيک په ټاپوگانو کې د ښی اړخه سياسي ترهگرۍ خطر په دې تیرو پنځو کلونو کې کابو ۲۵۰ سلنه ډېر شوی دی. زياته شوې چې په ۲۰۱۹م کال کې د تندلارو ښی اړخه ترهگرو له خوا ۸۹ کسان وژل شوي دي.
زياته شوې چې لومړنۍ شميرې دې ته اشاره کوي چې د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې له کرونا وبا راهيسې د نړۍ په زياترو سيمو کې د ترهگرۍ پېښې او همدا راز د ترهگرۍ په نتیجه کې د وژنو شمير را کم شوی دی.
خو د «اقتصاد او سولې انستيتويت» څېړنيز مرکز له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کوويد – ۱۹ له کبله د نويو چيلنجونو څخه خبرداری ورکړی دی. زياته شوې چې په تيره بيا د کرونا له وجې له ترهگرۍ سره د مبارزې له پاره د نړيوالو د مالي مرستې کميدل کيدای شي پايلې ولري.
ب. ض/ ن. ز (KNA)
زموږ له آرشيف څخه:
په نړیواله محکمه کی د اول وار له پاره د نړیوالو کلتوری شتمنیو پر سر معامله وسوه. دلته خبره په ځانگړې توگه د مالی د تیمبوکتو پر تاریخی ځایونو وه. خو ترهگرو نه یوازی هلته کلتوري میراثونه له منځه وړي. انځور: Getty Images/AFP/J. Eid د مالي په شمال ښایسته ښار کی د انصارالدین یاغیانو په ۲۰۱۲م کال کی د سووکلونو زړې مقبرې وراني کړې. هغوی خپل د دې کار دلیل دا بولی چی گواکي د اسلامی آثارو بقایاووته عبادتونه کیږي. همدارنگه د خټو څخه جوړ سوومسجدونو منبرونه هم لکه څنگه چي دلته په تصویر کی لیدل کیږي، ونړول سول.
انځور: picture-alliance/dpa/E.Schneider محمد مولود په تمبوکتو کي د ویجاړ سوي زیارت د مقبرو مخي ته ولاړ دی، په دې عکس کي چې په ۲۰۱۴م کال کی اخیستل سوی، هغه د ویجاړو سوو قبرونو مخي ته د لمانځه په حال کي لیدل کیږي. خو اوس هلته هر څه بل ډول ښکاري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ahmed ډیری زیارتونه د ملگرو ملتو په مرسته بیا ورغول سول. صانع شریفي (په عکس کی ښي خواته ) له خپلي کورنۍ سره په گډه هڅه کوي چي د سپیڅلي الفا مویا زیارت له سره جوړ کړي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Rieussec داعش ترهگري ډلي، په ۲۰۱۵م کال کي د سوریې په پالمیرا کي د نورو تر څنگ د ۲۰۰۰ کلونو په شاواخواکي زوړ د بال معبد، ډیري جگي مقبرې او داسي نور تاریخی ځایونه له منځه یووړل. یوه عکاس دلته د بال د معبد عکس په ۲۰۱۴م کال کی د ویجاړیو مخي ته اخیستی دی.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid د مارایلان خانقا د سوریایی عیسویانو له پاره یو ډیر مهم عبادت ځای ؤ. هغه د سوریې په مرکز کي د کارجاتاین ښار ته نژدې ولاړه وه چي په پنځمې میلادي پیړۍ پوري یې اړه درلوده.
انځور: UNESCO داعش ترهگري ډلي په ۲۰۱۵م کال کي مار ایلان له مځکی سره یو برابر کړ. په انترنت کي افراطیانو هغه تصویرونه خپاره کړل چي څرنگه د بلدوزرونو په مرسته هغوی دیوالونه نړوي. نوموړی ښار اوس بیرته نیول سوی دی. د خانقا داخلی برخه کاملاً سوځیدلې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Sancha ال حدره د لومړنۍ عربي امپراطورۍ پلازمینه وه. د هغې د لوړو او ضخیمو دیوالونو له برکته چي شاوخوا یې منارونه ولاړ دي، وکولای سول چی تر مسیحی میلاد مخکي په ۱۱۶ او ۱۹۸ کلونو کي د رومیانو د مداخلې په وړاندي مقاوم پاته سي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Antonio Castaneda د ۲۰۱۵م کال په پیل کي داعش د ال حدره ځیني برخي والوزولې. دغه عکس د نوموړو ملیشو له ویدیویی تصویرونو څخه اخیستل سوی دی. نوموړې ډلې همدارنگه د عراق په شمال کي پروت موصول په موزیمونو کی د زرونو کلو زړې مجسمې او یادگاري څلي هم له منځه یووړل. ویل کیږي چی د نیمرود تاریخی ښار یې د بلدوزرونو په مرسته ویجاړ کړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Militant video په بامیان کي د بودا دوې یادگاري مجسمې ولاړې وې. بودايي راهبانو هغه ۱۵۰۰کاله مخکی له ډبرو حکاکي کړي وې. په دغه عکس کي چی په ۱۹۷۳م کي اخیستل سوی ، نوموړې ۵۳ متره جکې مجسمې لیدل کیږي چی په هغه وخت کي د نړۍ تر ټولو لوړې مجسمې شمیرل کیدې.
انځور: ddp افراطي طالبانو دغه دواړه مجسمې په ۲۰۰۱م کال کی ویجاړی کړې. د ټانکونو او راکټونو په وسیله هغوی دغه مجسمې وویشتلې. د هغو د ورانولو له پاره طالبانو څو اونۍ وخت وغوښت. د ۲۰۰۳م کال راهیسي د بامیان دره چي تاریخي ځایونه پکښي سته، د یونسکو د نړیوالو کلتوري شتمنیو په ليست کي شامله سوې ده.
انځور: AP