د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د رپوټ له مخې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۱۸۷ کسان وژل شوي ۱۹۸۱ نور ټپیان شوي چې په دوی کې ملکي خلک، امنیتي کار کوونکي او مجرمین شامل دي. دغه شمیر په ټول ۲۰۲۴م کال کې ۲۵۴۶ و.
د دې رپوټ له مخې چې په ایکسپریس تریبون رسنۍ کې خپور شوی دی، دغه تلفات د ترهګریزو بریدونو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې عملیاتو ترڅنګ د تاوتریخوالي د ۱۱۸۸ پيښو په ترڅ کې رامنځته شوي دي.
د تاوتریخوالي اکثره پيښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې رامنځته شوي چیرې چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر نومبره پورې په مجموعي ډول د شوو بریدونو تناسب ۹۲ او د وژل شوو ۹۶ سلنه وو.
په رپوټ کې ویل شوي چې خیبرپښتونخوا تر ټولو ډیره اغیزمنه شوې ده، چیرې چې ۶۸ سلنه (۲۱۶۵) مړینې او ۶۲ سلنه (۷۳۲) د تاوتریخوالي پيښې رامنځته شوي دي.
بلوچستان په دویم نمبر کې ځای نیولی دی چیرې چې ۲۸ سلنه مړېنې (۸۹۶)، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د پيښو تناسب ۳۰ سلنه و.
خواجه آصف: د طالبانو د درک کولو په برخه کې مو تېروتنه کړېThis browser does not support the video element.
سند، پنجاب، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د پلازمېنې اسلام آباد په سیمه کې ۹۰ پيښې رامنځته شوي چې ۱۲۶ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په پاکستان کې د مجموعي تلفاتو یوازې ۴ سلنه برخه تشکیلوي.
د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی یوازې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۱۸۷ کسان وژل شوي چې دا رقم په ټول ۲۰۲۴م کال کې د وژل شوو کسانو له ۲۵ سلنې څخه اضافه دی. په دې موده کې په اوسط ډول په ورځ کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
په تیرو ۱۱ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۷۹۵ ترهګر وژل شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې په عملي ډګر کې امنیتي ځواکونه برلاسي دي. په رپوټ کې ویل شوي چې په امنیتي عملیاتو کې ۱۳۷۰ تنه وژل شوي چې دا بیا په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوو کسانو (۷۹۵) څخه ۷۲ سلنه زیات دي.
په ایالتي کچه وضعیت توپير کوي په بلوچستان کې وضعیت د دې برعکس معلومیږي. په دغه ایالت کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په ګډون ۵۱۷ کسان وژل شوي، چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له وژل شوو کسانو (۳۷۹) څخه ۳۶ سلنه زیات دی.
دا وضعیت د دې ښکارندوي کوي چې ترهګریزو ډلو اوس هم یرغلیز پرمختګ جاري ساتلی دی چې د امنیتي ځواکونو له پاره پر یوې لویې ننګونې د بدلیدو په حال کې دی.
په بلوچستان کې هزاره لږکۍ: ویره، حوصله او پر ځان باور
هغه هزاره ګان چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي، د ترهګرو د بریدونو له ویرې مجبوره دي ځانونه د لوړو دیوالونو تر شا پټ کړي. خو سربیره پر دې د دې اقلیت پورې اړوندې ټولنې خپل دود دستور او کلتور ساتلی دی. انځور: Reuters/A. Soomro د هزاره لږکۍ سوداګر د کویټې ښار د مرکزي مارکیټ پر لور روان دي. د دوی د استوګنې د سیمي چارچاپيره یو لوی دیوال درول شوی، څو دوی د ترهګرو له بریدونو وژغوري. مارکیټ ته د تګ راتګ پر مهال دوی د پاکستاني پوځیانو له خوا بدرقه کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan هزاره ګان د نسل له پلوه د افغانستان یوه قومي ډله ده، خو نږدې یو میلیونه هزاګان په پاکستان کې میشت دي او دغه هیواد خپل ټاټوبی بولي. په لسګونو هزاګان د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوي او د دوی د استوګنې په مختلفو سیمو کې د پاکستان بیرغ تر سترګو کیږي. دوی زیاتره د کویټې په هزاره او مري آباد ټاون کې میشت دي.
انځور: Reuters/A. Soomro نويد علي پر خپلې سیني لیکلي دي«پر خپل طاقت باور ولره». د دې یو هدف د بهرنیو بریدونو پر وړاندې مقاومت کول هم دی. ۲۳ کلن نويد په هزاره ټاون کې د« بدن ښکلاء» ورزش کوي.
انځور: Reuters/A. Soomro په سوله ایزه توګه له ځان څخه دفاع هرکله چې هزاره ګان د خپلو حقونو او حفاظت له پاره احتجاج کوي په پر امنه طریقه یي کوي. «هزاره دیموکراتیک ګوند» په سوله ایزه توګه د احتجاج پر سیاست باور لري. دوی په ایالتي پارلمان کې دوه چوکۍ لري. د کونفو ورزش استاد مبارک علي په خبره له امن سره به د هزاګانو په محبت کې کمبود رامنځته نه شي.
انځور: Reuters/A. Soomro ۳۰ کلن وکیل او د بشري حقونو کارکونکی سردار سهیل له خپلې مور سره د سحر چای یا ناشتې پر مهال وایي:«مونږ د څو کلونو راهیسې د محاصرې په وضعیت کې ژوند کوو. زمونږ د حفاظت له پاره شاوخوا امنیتي پوستې جوړې شوي دي چې له امله یي مونږ له نورو سیمو څخه جلا شوي یو.»
انځور: Reuters/A. Soomro هزاره نسل د مغولستان سیمې پورې تعلق لري نو له همدې امله دوی له لیري ځایه له څیرو څخه پيژندل کیږي چې ترهګر له دې ځانګړتیا ګټه پورته کوي. سردار سهیل له کوره د وتلو پر مهال همیشه خپله توفنچه له ځان سره وړي. سردار سهیل وایي چې د دې ایمان ورته قوت وربخښي او له کوره د وتلو پر مهال تل د خپلې مور لاسونه ښکولوي.
انځور: Reuters/A. Soomro په کویټه کې میشت هزاره ګان خپل تاریخ، موسیقۍ او کلتور ته ډیر ارزښت ورکوي. د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان د جون میاشتې په پای کې د همداسې یوې کلتوري میلې پرانیسته وکړه. کمال خان او د دغو مراسمو نورو ګډون کونکو د هزاره ګانو دودیزې خولې په سر کړې وې.
انځور: Reuters/A. Soomro دودونه نوي نسل ته سپارل کیږي په دې دودیزه میله کې یوه کوچنۍ نجلۍ لیدل کیږي چې خامک دوزي کوي. په داسې حال کې چې له دودیزو جامو سره دا پخپله هم د هنر یوه نمونه ښکاري.
انځور: Reuters/A. Soomro د محمد آصف له نظره تعلیم تر ټولو مهم دی. هغه په مري آباد کې یو ښوونځي جوړ کړی دی. ماشومان د سحر د دعاء له پاره راټول شوي دي. د محمد آصف په حواله هغه د تنکیو ځوانانو له پاره په ټولنه کې د ښه فرصتونو د پيدا کولو په لټه کې دی.
انځور: Reuters/A. Soomro د ماري آباد په سیمه کې د دې ماشومې راتلونکی یوازې او یوازې پر دوی د ترسره کیدونکو بریدونو په بندیدلو پورې منحصره ده. د هزازه لږکۍ آزادي او حفاظت د دوی د روښانه مستقبل ضمانت کولی شي.
انځور: Reuters/A. Soomro