1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

«په سیستان بلوچستان کې د وسله والو برید کې لس پولیس وژل شوي»

۱۴۰۳ آبان ۵, شنبه

د ایران ځايي رسنۍ وايي په سیستان بلوچستان ایالت کې په یوه «تروریستي حمله» کې لږ تر لږه لس پولیس وژل شوي دي. د ایران سیستان بلوچستان چې افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، د ایران یو ناامنه ایالت ګڼل کیږي.

د ایران د پولیسو موتر
ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ د اکتوبر ۲۶مه خبر ورکړ چې په یوه وسله واله حمله کې په سیستان بلوچستان کې لس پولیس وژل شويانځور: qudsonline

د ایران تسنیم او مهر رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه ایراني پولیس د سیستان بلوچستان ایالت په تفتان علاقه کې د «پولیسو پر موټرو» د برید په نتيجه کې وژل شوي دي. خو دغو رسنیو نه دي ويلي چې دغه حمله چا کړې ده. د حملې مسئوليت هم لا تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی. د پېښې ځای د پلازمينې تهران جنوب شرق لور ته په شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې ښودل شوی دی.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د پولیسو د ېوې اعلامېې له قوله ویلي چې وژل شوي «۱۰ پرسونل د ګزمې د دوو واحدونو» اړوند ول او دا چې دغه حمله د یوه کمين په نتيحه کې شوې ده.

د شنبې ورځې دغه حمله په وروستيو میاشتو کې په خپل ډول کې پر ایراني امنیتي ځواکونو یوه تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل شوې ده. د اکتوبر میاشتې په سر کې د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د دوو جلاو بریدونو په ترڅ کې د پولیسو د افسرانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي ول. د هغو بریدونو مسئولیت جیش العدل ډلې منلی وو. 

د ایران سیستان بلوچستان ایالت چې افغانستان او پاکستان سره هم ګډه پوله لرې، دایران ناامنه ایالت ګڼل کيږي. په دغه سیمه کې د ایران د امنيتي ځواکونو او بلوچ یاغیان، سخت د سني ډلې او د مخدره موادو د قاچاقچیانو تر منځ جنګ جګړې کيږي.

 Mks/akh (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب