1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د ادبياتو جایزه د جنوبي کوريا ليکوالې ته ورکول کيږي

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

د نوبل د ادبياتو جایزه سږ کال د جنوبي کوريا ليکوالې هان کانګ، ته ورکول کيږي. دا خبر په ستاکهولم کې د سويډن اکاډمۍ په ډاګه کړې ده.

د جنوبي کوريا ليکواله هان کانګ
د ادبياتو په نړۍ کې د سویډن کمېټې دې پريکړې حيرانتيا رامنځته کړه، ځکه چې هان کانګ، د ټولو د خوښې وړ ليکوالانو په نوملړ کې شامله نه وه.انځور: Yonhap/picture alliance

په ستاکهولم کې د نوبل کميټې د پنجشنبې په ورځ وويل چې د جنوبي کوريا هان کانګ، «په دې توګه د هغې د «قوي شاعرانه نثر» له پاره چې د تاريخي رواني ضربې ذکر کوي او د انساني ژوند نازکتوب په ګوته کوي، ستايل کيږي.»

هان کانګ، د ليکوال هان سيونګ – ون، لور ده او په ۱۹۷۰م کال کې په ګوانګجو کې زېږېدلې ده، خو تر يولس کلنۍ وروسته یې په سيول کې ژوند کړی دی.

نوموړې د سیول په يونسای پوهنتون کې د جنوبي کوريایي ادبياتو په برخه کې لوړې زدکړې وکړې او په ۱۹۹۳م کال کي له دغه پوهنتون څخه فارغه سوه.

هان، د شعرونو په ليکلو سره پېل وکړ چې د «ادبياتو او ټولنې» په نوم مجله کې به خپريدل، خو نوموړې بيا لږ موده وروسته د نظر ليکونکې په توګه مشهوره شوه.

هغې په ۲۰۱۶م کال کې د « The Vegetarian» يا سبزيجاتو خور په نوم لومړي رومان له پاره، انګلسي ژبې ته د دغه رومان له ژباړونکې ديبورا سمت، سره يوځای د «من برکر نړيواله جایزه» ترلاسه کړه.

په ۲۰۱۴م کال کې یې د «ځوان را روان دی» په نوم ناول يا داستان په خپل هېواد کې نشر شو چې نوموړې پکې د ۱۹۸۰م کال د ګوانګجو – بغاوت په زور د ماتولو موضوع مطرح کړې وه.

د ادبياتو په نړۍ کې د سویډن کمېټې دې پريکړې حيرانتيا رامنځته کړه، ځکه چې هان کانګ، د ټولو د خوښې وړ ليکوالانو په نوملړ کې شامله نه وه. برعکس داسې تمه کیدله چې دا جایزه به د ناروې څخه یون فوسه، ترلاسه کړي. نوموړي په ۲۰۲۳م کال کې هم د ادبياتو نوبل جایزه ترلاسه کړې وه.

د تل په څېر د نوبل جایزې د دسمبر پر ۱۰مه نېټه چې د دې جایزې د بنسټ ايښوونکي الفرېد نوبل، د مړينې له ورځې سره برابره ده، ورکول کیږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل