1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان، فرانسې او ایټالیې مشران به ډېر ژر کیف ته سفر وکړي

۱۴۰۱ خرداد ۲۲, یکشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ کیف ته د سفر پلانولو په حال کې دی. د فرانسې ولسمشر او د ایټالیې لومړی وزیر به هم په دې سفر کې له شولڅ سره ملګري وي. تمه کیږي دغه درې اروپایي مشران به د جي ۷ تر غونډې مخکې له زیلنسکي سره وويني.

Olaf Scholz im Flugzeug auf der Rückreise aus Japan
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د اروپایي اتحادیې ډیر شمیر مشرانو د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د خپل پیوستون ښکاره کولو له پاره کیف ته سفر کړی، خو د آلمان صدارعظم اولاف شولڅ تر اوسه پورې دا کار نه دی کړی. اوس آلماني رسنیو په نږدې راتلونکي کې کیف ته د شولڅ د سفر په هکله خبر ورکړی دی.

د «بِلډ ام زونټاګ» ورځپانې د یکشنبې (د جون میاشتې ۱۲ نیته) په ورځ لیکلي دي چې اولاف شولڅ اراده لري چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د جي ۷ تر غونډې مخکې د اوکراین پلازمېنې کیف ته سفر وکړي.

نوموړي ورځپاڼې د فرانسې او اوکراین د دولتي محفلونو په نقل رپوټ ورکړی دی چې اولاف شولڅ د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون او د ایټالیې له لومړي وزیر ماریو دراګي سره د دې سفر پر پلانولو بوخت دی. د دوی هدف له اوکراین سره د پيوستون ښکاره کول دي.

د آلمان حکومتي ویاند تر اوسه پورې اوکراین ته د شولڅ د قریب الوقوع سفر په هکله رپوټ نه دی تائید کړی.

شولڅ په دې وروستیو کې ویلي دي یوازې په هغه صورت کې به اوکراین ته سفر وکړي چې د خبرو اترو له پاره ځانګړي موارد شتون ولري.

ولي تر اوسه پورې شولڅ اوکراین ته سفر نه دی کړی؟

د یو شمیر نورو لوړپوړو اروپايي سیاستوالو په خلاف، د آلمان صدراعظم د جګړې د پيل راهیسې د دې له پاره کیف ته له سفر کولو څخه ډډه کړې وه چې د اوکراین حکومت د آلمان ولسمشر ته بلنه نه وه ورکړې. د شولڅ دغه دریځ په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

شولڅ په هغه وخت کې په خپله انتقادي وینا کې د شټاین مایر له سفر سره د اوکراین د مخالفت پریکړه د خپل سفر له پاره خنډ بللې و او ویلي يې و چې د دې وضعیت په پام کې نیولو سره اوکراین ته د خپل سفر کولو له پاره کوم دلیل نه ويني.

ټاکل شوې وه چې د آلمان ولسمشر د اپریل میاشتې په نیمايي کې د پولنډ، لاتویا، استونیا او لیتوانیا له ولسمشرانو سره کیف ته سفر وکړي، خو دغه سفر له ترسره کیدو لږ مخکې د کیف له خوا لغوه شو. اوکرایني چارواکو د دې اقدام علت په هغه وخت کې چې شټاین مایر د آلمان د بهرنیو چارو وزیر و، له روسیې سره د هغه رضایت بخښونکی سیاست یاد کړی دی. د بِلډ ام زونټاګ ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه ستونزه اوس حل شوې ده.

اروپايي اتحادیې له پاره د اوکراین د نوماندۍ اعلان

اوکراین هیله لري چې اروپایي اتحادیه به د جون میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مو نیټو د اروپا د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې دغه هیواد په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره د نوماند په توګه اعلان کړي. ټاکل شوې ده چې دغه غونډه به د جون میاشتې په ۲۶ او ۲۷ نیټو د جي ۷ یا د نړۍ د پرمختللو صنعتي هیوادونو تر کنفرانس مخکې ترسره شي.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون په پام کې لري په راتلونکو اونیو کې په دې برخه کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي، په همدې دلیل د اروپايي اتحادیي مشرې اورزولا فون دیر لاین د شنبې په ورځ کیف ته سفر وکړ.

د اوکراین د جګړې د پيل راهیسې دا دویم ځل دی چې د اروپايي اتحادیې کمیسیون مشره کیف ته سفر کوي او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره ويني.

اوزولا فون دیر لاین د دې سفر هدف په اروپایي اتحادیه کې د غړيتوب له پاره د «اړینو مواردو په برخه کې همکاري» اعلان کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب