داقلیم بدلون په نتیجه کي دڅه دپاسه نیم میلیون انسانانو مړینه
۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه
د چاپیریال ساتني په هکله یونوی څېړنیز رپوټ ښيي چي په تیرو دوو لسیزو کي په نړۍ کي تر نیم میلیون اضافه انسانان داقلیم د بدلون په نتیجه کي مړه سوي دی.دغه رپوټ د نړۍ د تودښت د کنټرول له پاره پریوه نړیوال میکانیزم ټینګار کوي.
اعلان
مخکی له دې چی دوې اونۍ دمخه د نړۍ رهبران د ملگرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلون په کنفرانس کی سره راټول سي، د اقلیم د وروستیو لسو ناورینونو په هکله د نړیوال اقلیم د تخصیص (World Weather Attribution) ډلې رپوټ خپور سوی دی. دغه رپوټ ښيي چي په تیرو دوو لسیزو کي له فوسیلي سونګ موادو څخه د استفادې په نتیجه کي اقلیمي بدلون تر پخوا زیات ویجاړوونکی سوی دی.
د نوموړي رپوټ له مخي، له ۲۰۰۴ م کال راهیسي په نړۍ کي څه د پاسه ۵۷۰ زره انسانانو د اقلیمي بدلون په نتیجه کي ۱۰ مرگونو پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لندن د امپریال کالج پوهنتون استاد، او د نړیوال اقلیم د تخصیص د ډلې بڼسټ ایښودونکی فردریک اوتو، چي د دغه رپوټ په جوړولو کي یې همکاري کړې ده، نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته په دې هکله ویلي دي: «په اوس وخت کي ډېر انسانان دا درک کوي چي اقلیمي بدلونونو ژوند لا پسې خطرناک کړی دی.»
په داسي حال کي چي تل د مځکې د تودښت په هکله بحثونه کیږي، همدارنگه له فوسیلي موادو څخه استفاده دوام لري، خو بیا هم ۲۰۲۳ م کال د گلخانه يي گازونو د د ریکارډ انتشار له امله د مځکې د کُرې تر ټولو گرم کال ثبت سو.
اعلان
د اقلیمي بدلون د قربانیانو شمیرې
نوو څېړنو همدارنگه ښودلې ده چي داقلیمي بدلون په نتیجه کي د تلفاتو ارقام په بې وزلو هیوادونو کي تر دې هم لوړ دي. په دغه څېړنه کي د «نړیوال ناورین د معلوماتو بانک» د ارقامو په کارولو سره ۱۰ اقلیمي ناورینونه راغلي دي چي پکښي درې طوفانونه، د سختي گرمۍ څلور څپې، دوه سیلابونه او یوه وچکالي شاملیږي.
دغې څېړنې ښودلې ده، چي کیدای سي د هغو په میلیونو انسانانو نومونه هم د اقلیمي بدلونونو د قربانیانو په نوملړ کي په بالقوه ډول اضافه کړو چي ښايي د سختې گرمۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړی وي او نومونه یې په هیځای کي ثبت سوي نه وي.
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې اقلیمي بدلون او سیلابونه
د ځمکې تودوخه او د اقلیم بدلون لامل شوي چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې پرله پسې بارانونه او شدید سیلابونه راشي. په افغانستان، پاکستان او ایران کې سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دغه راز ، د فرانسې په شمال ختیځ موسیل سیمه کې له سختو بارانونو وروسته د سیند د سطحې د لوړیدو له امله د سیلاب خبرداری ورکړل شوی دی. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون به په ټوله نړۍ کې د سیلابونو شمیر او شدت زیات کړي.
انځور: Valery Hache/AFP/Getty Images
انځورونه1 | 12
د اروپايي ټولني د ارقامو بانک پر اساس، په ۲۰۱۵، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ م کال کي د گرمۍ څپو ددغه بلاک د هیوادونو په خلکو کي د مړیني څه د پاسه ۸۴ زره پیښې رامنځته کړي دي. دا په داسي حال کي ده چي په وروسته پاته هیوادونو کي وضعیت تر دې هم خطرناک دی.
د ۲۰۱۱ م کال په وچکالۍ کي په سومالیا کي د مړیني ۲۵۸ زره پیښې ثبت سوې. په میانمار کي د "نرگس" طوفان په ۲۰۰۸ م کال کي هم د ۱۳۸ زره انسانانو ژوند واخیست.
د مځکې کُرې د تر ټولو گرم کال د سناریو تکرار
د نړیوال اقلیم د تخصیص ډلې له ۲۰ کلنو څېړنو او د اقلیمي بدلون په هکله د څه د پاسه ۵۰۰ رپوټونو له خپرولو وروسته وړاندوینه کړې ده چي د اوسني وضعیت دوام ته په پام کي نیولو سره به د مځکې د کُرې د تر ټولو گرم کال د تجربې تکرار دوه برابره سي.
«د ۲۰۲۴ کال کاپ»
ویل کیږي چي د ۲۰۲۴ کال له پاره د "کاپ" په نوم د ملگرو ملتونو سازمان داقلیمي بدلون کنفرانس به د نوومبر له ۱۱ می څخه تر ۲۲ مې پوري د آذرباییجان په پایتخت باکو کي جوړ سي.
په پام کي ده چي د نوموړي کنفرانس گډون کوونکي له فوسیلي سوند توکو څخه د استفادې د راتلونکي په هکله د مځکې د تودښت یو له اصلي دلیل په توگه، د نظر تبادله وکړي او د حل لاري په هکله یې فکر وکړي.