1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د اوبو رسولو رئیس او دوه کارکوونکي وژل سوي دي

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د هرات ولايت د اوبو رسولو رياست د کارکوونکو پر موټر د وسله وال بريد په پايله کې د دغه رياست د رئيس په ګډون درې تنه وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.

آرشيف انځور: په کابل کې چاودنه
آرشيف انځور: په کابل کې چاودنهانځور: Wakil Kohsar/AFP

د هرات ولايت يوه امنيتي سرچينه وايې چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د هرات ښار په پنځلسمه ناحيه کې رامنځته سوي ده.

په هرات کې د طالبانو یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي دویچه ویله ته وویل: «برید هغه مهال وسو چې د هرات ولایت د اوبو رسولو رئیس او کارکوونکي خپل دفتر ته روان وو چې د لاله زار تالار مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا د دوی پر موټر برید شوی دی.»

اړوند:د طالبانو خپل منځي اختلافات پر کوم لور روان دي؟

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د هرات ولايت د اوبو رسولو رئيس محمد نادر کاکړ له خپلو دوو ملګرو سره وژل سوى او درې نور کسان ژوبل سوي  دي.

سرچينې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه پلټنې پیل سوي  دي.

عيني شاهدانو په سیمه کې د دريو کسانو وژل کېدل تاييد کړل.

اړوند:طالبان: هرات کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ داعش وسله‌وال وژل شوي

په هرات کې طالب چارواکو په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل او ویې ویل چې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند په داسې مواردو کې معلومات ورکوي.

په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

د طالبانو خپلمنځي اختلافات او پر افغانستان یې اغیزې؟

29:30

This browser does not support the video element.

شعیب تنهاشکران/صفت الله زاهدي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل