1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د افغانستان د روغتیا له برخي سره د اروپايي ټولنې مرسته

۱۴۰۲ آذر ۳, جمعه

اروپايي ټولنې اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د روغتیا د برخي د پیاوړتیا له پاره یې لس میلیونه يورو ځانګړي کړي.

د اروپايي ټولنې دغه مرستې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ولګول شي
د اروپايي ټولنې دغه مرستې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ولګول شيانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

اروپايي ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي سیستم د پیاوړې کېدو په موخه به د روغتیا نړېوال سازمان WHO ته ۱۰ میلیونه يورو ورکړي.

په اکس (پخواني ټویټرپآڼه) کې د دغه بنسټ خپره شوې اعلامیه زیاتوي، چې دا پیسې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د ودې له پاره وکارول شي.

اعلامیه لیکي: «دا پروګرام د اروپايي ټولنې ـ روغتیا نړېوال سازمان د پخوانیو همکاریو پر بنسټ په افغانستان کې د کووید ـ۱۹ ناروغۍ د تشخیص او انتاني ناروغیو ته د ځواب ویلو په موخه جوړیږي.»

اعلامیې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رفاله اوډیسي له قوله لیکلي: «اروپايي ټولنه ژمنه ده چې له افغانانو سره د ناروغیو او په نورو بیړنیو پېښو کې د ژغورنې په برخه کې همکاري وکړي. په افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان سره په همکاری د روغتیا په برخه کې نوې مرستې د افغانانو د هوساینې په برخه کې مرسته کوي.»

اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره په ځانګړي توګه د روغتیا په برخه کې خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل