1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ولې له افغانستان څخه پیاز واردوي؟

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هند ته د پيازو لومړۍ محموله استولې ده. پياز چې معمولاً په خوړو کې کارول کیږي، په هند کې ورته د تقاضا د ډیریدو له کبله یې بیې په پرله پسې ډول مخ پر لوړیدو دي.

په جوزجان کې د پيازو د حاصل انځور
آرشیف انځور: دا لومړی ځل دی چې له کونړ ولایت څخه هند ته پياز صادریږيانځور: Mohammad Jan Aria/Xinhua News Agency/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو حکومتویلي دي چې له کونړ ولایت څخه یې د پاکستان له لارې هند ته د ۸۰۰۰ ټنه پیازو د صادرولو تړون پر اساس لومړۍ محموله استولې ده چې زر به خپل مزل ته ورسیږي.

د طلوع نیوز رسنۍ په حواله طالب چارواکو ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې له کونړ ولایت څخه هند ته د پیازو صادرات پیل شوي دي.

د یوه دولتي چارواکي په حواله وروسته له دې چې اسلامي امارت د چارو واګۍ په خپل لاس کې نیولي دي، نه یوازې ګاونډیو هیوادونو، بلکې د سیمې نورو هیوادونو ته هم ورځ تر بلې په صادراتو کې زیاتوالی رامنځته کیږي.

دغه چارواکي ویلي دي چې له هند سره د ۸ زره ټنه پيازو د خریدارۍ تړون شوی چې له مخې به یې د ۹۱ میلیونه افغانیو څخه د زیاتو پيسو په ارزښت پياز صادر کړای شي.

د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني وویل: «موږ د کونړ له ټولو سوداګرو سره مرسته کوو او ټولو بزګرانو ته ډاډ ورکوو چې که هر څوک دلته پانګونه کوي موږ به یې مرسته کوو او ورسره به ولاړ یو.»

کونړ د افغانستان یو کرنیز ولایت دی چې پر پیازو سربیره پکې مختلف ډوله تازه میوې تولیدیږي.

افغان بزګران خوښ دي

د کونړ بزګران او سیمه ایز خلک هند ته د پیازو له صادریدو ډېر خوښ دي. دوی وایي چې بهرنیو هیوادونو ته د پیازو صادریدل به ورته ډیر ګټور تمام شي، خو بزګران دا هم وایي چې د حکومت له خوا مرستې ته ډیر ضرورت لري.

د عزیز الرحمان په نوم یو بزګر وایي: «موږ ته دې پر وخت ښه تخم را ولیږي او اساسي سړې خونې دې ورغول شي، څو موږ هلته خپل محصولات وساتلی شو. او د سړکونو ستونزې ته هم باید پاملرنه وشي.»

د کونړ د مرکز اسد آباد یو اوسیدونکی ملک اجمل وایي: «په اسد آباد کې دې یوه سړه خونه جوړ کړای شي، څو بزګران پکې خپل محصولایت وساتلی شي.

د اسداباد د ښاروال نظر محمد عتیق په حواله د بزګرانو د سختې خوارۍ او هڅو په پایله کې موږ ګټه ترلاسه کوو او له دې سره به زموږ هیواد د پرمختګ پر لور مخ پر وړاندې ځي.

په هند کې د پیازو کمښت

لومړۍ سخته ګرمي او اوس د ورښتونو له کبله په هند کې د پیازو بیه په اصطلاح آسمان ته ختلي. د رسمي شمیرو له مخې تیر کال د پیازو د لږ محصول له کبله بیې اوس مخ پر لوړیدو دي. سربیره پر دې په اپریل کې د سختې ګرمۍ له کبله د سبزیجاتو انتقال کم شوی دی او د تقاضا د ډیریدو له کبله قیمتونه مخ پر لوړیدو دي.

د هند د بازار رپوټ په حواله د جون پر ۳۰ نېټه د پیازو په بیه کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰۶ سلنه زیاتوالی لیدل کیږي.

تیرکال په کافي اندازه باران ونه شو چې له کبله یې د پیازو په محصولاتو کې ۲۰ سلنه کمښت راغلی وو، په داسې حال کې چې د پیازو کروندو چې په ژمي کې کرل شوي وو د خرابې هوا له کبله ښه حاصل ور نه کړای شو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې

03:11

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل