1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ویزې بهير د اسانه کولو غوښتنه

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره په پام کې لري چې تقاضا کوونکو ته د ویزې ورکولو پروسه ګړندۍ او آسانه کړي. بیربوک ویلي دي چې یو مودرن مهاجرتي هیواد، د اقامې یو مودرن او د یوه غیر بوروکراتیک مودرنه بهیر قانون ته اړتیا لري.

Deutschland Außenministerin Annalena Baerbock in der Türkei
انځور: Adem Altan/AFP

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بیربوک په براندنبورګ کې د بهرنیو چارو ادارې څخه د لیدنې پر مهال بهرنیو تقاضا کوونکو ته د ویزې د ورکړي په بهیر کې د چټکتیا او آسانتیا راوستلو په اړه اقداماتو خبر ورکړ. دغه اداره دوه کاله مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوې ده.

پرو ازيول آلمان ته د افغانانو په راوستلو کي پر ځنډ نيوکي کړي دي

د بیربوک یو له موخو څخه دا دی چې د ویزې د ورکړې په بهیر کې د مختلفو ادارو د مشارکت اغیزمنتوب و ارزوي. نوي اقدامات دا موضوع برسي کوي چې آیا د مختلفو مقامونو مشارکت د ویزې د ورکړي بهیر د بطي کیدو سبب کیږي او که یا دا چې واقعاً هم د دوی رول اړین دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل: «که موږ په نړۍ کې د مسلکي کارګرو د جذب له پاره رقابت کوو او دا کار کوو، نو یو رابلونکي سیستم ته اړتیا لرو چې په بیړه کار وکړي او په یوویشتمه پيړۍ کې ډیجیټالي شي. یو مودرنه مهاجرتي هیواد، د اقامې یو مودرن قانون او غیر بوروکراتیک مودرن بهیر ته اړتیا لري.»

د هغې په وینا د آلمان حکومت به پر دې بدلون کار وکړي.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ له دغو تازه رامنځته شوو ادارو څخه د لیدنې پر مهال چې د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې کار کوي، له انالینا بیربوک سره ملتیا کوله. د آلمان صداراعظم هم ټینګار وکړ چې په بهرنیو چارو کې د فدرال دفتر چې په ۲۰۲۱م کال کې رامنځته شوی دی «زموږ د هیواد په راتلونکي کې به ډیر مهم رول ولري.»

المان د مهاجرت په سیستم کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کوي

اولاف شولڅ وویل: «موږ یوازې په هغه صورت کې کولی شو خپله راتلونکې، اقتصادي اغیزمنتو او د ټولنیز تامین سیستمونه تضمین کړو چې په کافي اندازه ماهره کارګران په اختیار کې ولرو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت څخه د ترلاسه شوو اطلاعاتو پر اساس بیربوک غواړي چې له هیواد څخه د باندې په خپلو دیپلوماتیکو استازولیو کې د ویزې ورکولو په برخه کې د تصمیم نیونکو کارمندانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، څو د ویزې ورکولو بهیر کړندی شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب