1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میولر له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو ادامه غواړي

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د آلمان د پارلمان د یوه کمېسیون مشر ، له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو له پاره د هلوځلو د دوام غوښتنه کوي، هغه هم په داسي وخت کي چي د پناه غوښتونکو د شمیر د کمیدو په هکله بحثونه تاوده سوي دي.

د خبري کانفرانس وروسته ميشايل ميولر
د جرمني په پارلمان کي د پلټني د کمېسیون مشر میشایل میولرانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

له آلمانه د مجرمو  پناه غوښتونکو د اخراج او د پناه غوښتونکو د شمیر د راکمیدو په هکله بحثونو سره سره، د جرمني په پارلمان «بوندستاگ» کي د پلټنو کمېسیون مشر، له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو په هکله د هلوځلو د دوام غوښتنه کوي.

د جرمني په پارلمان کي د پلټني د دغه کمېسیون مشر میشایل میولر، د چهارشنبې په ورځ په برلین کي وویل چي د هغو څه د پاسه  ۴۵ زرو کسانو له جملې څخه چي د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، تر اوسه ۱۵ زره په افغانستان او یا هم گاونډي هیواد پاکستان کي د ناهیلۍ په حالت کي ژوند کوي.

له سوسیال دیموکراټ گوند څخه د برلین دغه پخواني ښاروال په خپلو دغو څرگندونو سره تر یو حده، د آلمان د پوځ له سیمه ایزو کارکوونکو څخه د ساتني د شبکې له غوښتونو سره موافقه کړې ده.

دغه شبکه د هغو افغانانو ملاتړ کوي چي په افغانستان کي د آلمان پوځ د حضور پر وخت یې له هغوی سره کار کړی دی.

میولر له گواښ سره مخامخ افغانانو د منلو پروسې په وړاندي خنډونو باندي انتقاد کړی او ویلي یې دي چي دا سمه نه ده چي دغو کسانو ته دي د منلو د بهیر د پر مخ بیولو چانس ور نه کړل سي.

سربیره پردې، په اوس وخت کي معلومه نه ده چي د آلمان له خوا د منلو پروگرام چي د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کي پیل سو، په راتلونکي کال کي یې هم مالي ملاتړ کیږي او که څنگه. میولر، ویلي دي چي دغه موضوع د بودجې د اوسنیو بحثونو په چوکاټ کي تر بحث لاندي نیول کیږي.

دغه څرگندونې په داسي وخت کي مطرح کیږي چي د اپوزیسیون ځیني سیاستوال حتی دافغان پناه غوښتونکو  د منلو د بندیدو غوښتونکي دي. د آلمان ائتلافي حکومت هم هڅه کوي چي دپناه غوښتونکو د شمیر د کمیدو له پاره د حل یوه لار پیدا کړي.

د منلو دغه پروگرام د هغو کسانو له پاره دی، چي د ښځو او بشري حقونو ته د ژمن پاته کیدو او یا هم په مهمو برخو لکه عدلي، زده کړو او یا هم سیاست کي د پخوانیو دندو له امله له طالبانو څخه بیره لري.

په جلا وطنۍ کې د افغانې خبریالې مینې اکبري کیسه

03:13

This browser does not support the video element.

له دې لارې تر نظر لاندي کسانو کورنۍ هم کولای سي آلمان ته راسي. اصلي برنامه داوه چي په میاشت کي تر ۱۰۰۰ کسانو پوري آلمان ته راداخل سي.

خو په اصل کي تر اوسه پوري شاوخوا ۶۰۰ کسان د دغه پروگرام په چوکاټ کي آلمان ته راانتقال سوي دي، په داسي حال کي چي د کورنیو چارو وزارت په خبره، څه د پاسه۲۸۰۰ کسانو ته د منل  کیدو ژمنه ورکړل سوې ده.

علاوه پر دې له سیمه ایزو کارکوونکو څخه د ملاتړ شبکه له کلونو راهیسي د محلي کارکوونکو د منلو پروسې د اصلاح کولو غوښتنه کوي چي تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

له نوموړې شبکې څخه قیس نیکزی، غوښتنه کوي چي د پخوانیو سیمه ایزو کارکوونکو هغه کوچنیان چي قانوني سن ته رسیدلي دي، هم باید ومنل سي.

د هغه په خبره، دغه کسان په افغانستان کي د طالبانو له خوا تر تعقیب لاندي راځي، له شکنجې او مرگ څخه بیریږي او له څو کلونو راهیسي په پټه ژوند کوي. د پخوانیو محلی کارکوونکو د منلو پروسه یوازي د کم سنه کوچنیانو منلو ته زمینه برابروي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخي، دغه هیواد واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي، د ۲۰ زره ۴۰۰ پخوانیو سیمه ایزو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو په گډون، له گواښ سره مخامخ څه د پاسه ۳۴ زره افغانان منلي دي.

د هغوی ډېر یې د آلمان  د ماموریت په ترڅ کي د آلماني ځواکونو او یا هم نورو آلماني بڼسټونو له پاره کار کړی وو.

په مجموعي ډول په تیرو دریو کلونو کي ۴۸ زره او ۱۰۰ کسانو، له گواښ سره مخامخ افغانانو ته د منلو ژمنه ورکړل سوې ده.

افغانستان ته ځيني ستانه شوي بيا ولي کډوال شوي؟

02:43

This browser does not support the video element.

(epd) GP/NZ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب