قریشي په افغانستان کې پر سیاسي جوړ جاړي ټینګار کړی
۱۴۰۰ شهریور ۲, سهشنبه![Deutschland, Berlin | Außenminister: Qureshi trifft Maas](https://static.dw.com/image/57201650_800.webp)
اسوشیتد پرس خبري آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ویلي دي چې شاه محمود قریشي دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه له خپل روسي سیال سیرګي لاروف سره په یوه تلیفوني مکالمه کې کړي دي.
د دغې بیانې له مخې قریشي لاوروف ته ویلي دي چې سوله ایز او باثباته افغانستان د پاکستان او سیمي له پاره مهمه اړتیا ده. زیاته شوې ده چې قریشي، لاوروف ته د افغانستان د تحولاتو څخه د راولاړوو شوو ننګونو په هکله د سیمي له هیوادونو سره د پاکستان د سلا مشورو په هکله معلومات ورکړل.
په بیانیه کې د قریشي له قوله ویل شوي دي چې پاکستان په افغانستان کۍ د بند پاتې بهرنیو د تخلیې په پروسه کې هم سهولت کاري کوي. په پام کې ده چې قريشي د سه شنبې د ورځې په اوږودو کې ازبکستان ته سفر وکړي او له هغې وروسته تاجيکستان، ترکمنستان او ایران ته سفر وکړي او د افغانستان د تحولاتو په هکله خبرې وکړي.