1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د لندن پولیسو ایران ته د جاسوسۍ په تور یو کس نیولی دی

۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

دانیل عابد خلیفه چې د بریتانیې د پوځ پخوانی سرتیری او د ایران اسلامي جمهوریت لپاره د جاسوسۍ په تور له زندان څخه تښتیدلی وو ،له تیښتې درې ورځې وروسته د بریتانوي پولیسو له خوا ونیول سو

UK | Suche nach Flucht von Terrodervächtigem aus Gefängnis
انځور: Gareth Fuller/PA Wire/picture alliance

پولیسو د هغه د نیولو او معلوماتو لپاره تر ۲۰ زره پونډه جایزي اعلان هم کړي وو.

د برتانیاپولیسو د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۹مه) اعلان وکړ چې د لندن له یوه زندانه تښتېدلی مشکوک دانیل عابد خلیفه د دغه ښار په چزیک سیمه کې د ځايي وخت پر ۱۱:۳۸ بجو د ورځې نیول سوی دی.

د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک د دغه شکمن کس په نيولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: «پوليسو د خليفه د موندلو لپاره شپه او ورځ کار وکړ. اوس موږ د تحقیقاتو پایلو ته په تمه یو چې معلومه کړو چې هغه څنګه له زندانه وتښتېد.»

ومبلډن / حادثهانځور: Victoria Jones/emoice/picture alliance

درې ورځې وړاندې د چهار شنبې په ورځ د سپتمبر په شپږمه دغه ۲۱ کلن تورن د زندان په  یوه پخلنځي کې د کار کولو په حال کې و، چې د خوراکي توکو په یوه لارۍ کې یې ځان لi دغه ځایه ایستلې و.

د عابد خلیفه له نیول کیدو څو ساعته مخکې پولیسو اعلان وکړ چې هغه يې چې په ​​لویدیځ لندن کې یې یو کمیس، تور پتلون او د بیس بال خولۍ پر سر وه، پیژندلی دی.

په تیرو دریو ورځو کې، د بریتانیا په ټولو بندرونو او هوایی ډګرونو کې د څارنې امنیتې  پوستې جوړې سوې وي. پولیسو هم خلکو ته په ځانګړې توګه په لوېدیځ لندن کې خبرداری ورکړی وو، چې احتیاط وکړي او خلیفه ته نږدې نه سي، که څه هم هغه د خلکو لپاره ګواښ نه وي.

په بریتانیا کې چاپیدونکي ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پخوانیبریتانوی سرتیرید مې په میاشت کې د دغه هېواد له پوځه څخه ګوښه سوی او د لندن په وانډسورت زندان کې د ترهګرۍ او د پوځ په اډو کې د جعلي بمونو د ایښودلو په څېر په بېلابېلو تورونو محاکمې ته منتظر و.

دانیل عابد خلیفه د برتانیا د دفاع وزارت له ډیټابیس څخه د پوځیانو د حساسو معلوماتو په راټولولو او البته د ايران اسلامي جمهوریت لپاره د جاسوسۍ په تور هم تورن سوی دی.

انګلستان | د وانډسورت زندان وروسته له هغه چې د ترهګرۍ یوشکمن تښتیدلیانځور: Justin Tallis/AFP/Getty Images

که څه هم خلیفه د زندانه له تیښتې څخه درې ورځې وروسته بیا هم د پولیسو له لوري ونیول سو، خو په وروستیو ورځو کې د بریتانیا حکومت له سختو نیوکو سره مخ سوی دی. د بریتانیا حکومت سیاسي مخالفین واکمن محافظه کار ګوند په بې کفایتۍ تورنوي.

د بريتانيا يو له بوختو زندانونو څخه د دغه ٢١ کلن بندي تېښتې هم د دغه زندان د امنيتي  کارکوونکو او ستونزو په اړه بیلابیلې  پوښتنې راپورته کړې دي.

د زندان یوه ویاند مخکې بي بي سي نړیوال سرویس ته ویلي وو چې په دې اړه داخلي پلټنې روانې دي چې ولې خلیفه په وانډسورت کې ساتل سوي وو  او ایا د هغه لپاره امنیتي کړنلارې په کلکه تعقیب سوي او که نه؟

ص.ذ/ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل