1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جګپوړي روسي پلاوي کابل کې له طالب چارواکو سره لیدلي

۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه

د طالبانو ادارې ویلي چې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دوی له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د سوداګرۍ او کانونو په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې کړي دي.

په دې ملاقات کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر ویندیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د روسیې د حکومت یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.
جګپوړي روسي پلاوي کابل کې له طالب چارواکو سره لیدلي انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او یو شمیر نورو چارواکو ګډون درلود.

د خبرپاڼې له مخې سرګي شویګو ویلي چې روسیهد کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخولو  ته لېواله ده. دغه روسي چارواکي همداراز زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي د اورګاډي پټلۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې، بريښنا او کانونو په برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

د طالبانو حکومت وايي چې مولوي عبدالکبیر روسي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې طالبان غواړي له روسیې سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې او تعامل ټینګ کړي. دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استفاده کړي.

که څه هم روسیې  د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو روسیې له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د طالبانو دیپلوماتانو ته یې په خپل هیواد کې د افغانستان سیاسي نمایندګي سپارلې ده. د دې ترڅنګ روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو په حال کې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري رودينکو د روسيې خبري اژانس تاس ته ويلي، له تور لېست څخه د طالبانو د نوم د ايستلو لپاره د قانوني پروسې بشپړېدل  به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو لپاره مثبته انګيزه رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې چې، «دا ډېره وختي ده چې په افغانستان کې د اوسنیو چارواکو د پېژندلو په اړه خبرې وشي. راځئ چې په تدریجي او ګام په ګام مخ ته ولاړ شو خو موږ اراده نه لرو چې په دې بهیرونو کې په مصنوعي ډول خنډونه رامنځته کړو.»

د روسیې د امنیت شورا له عمومي منشي تر سفر وړاندې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په اقتصادي، پانګونې او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې کړې وې.

په عین وخت کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. د چین دغه جګپوړي چارواکي ويلي چې هیواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.

آيا روسيه به طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ليرې کړي؟

32:48

This browser does not support the video element.

امان الله جواد يو افغان خبريال دی چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د دويچه ویله د افغانستان په څانګه کې فعاليت کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب