1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بیجینګ کې د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيران تر اووه کلن ځنډ وروسته په لومړی ځل په چين کي رسمي ملاقات لرل. دواړو هیوادونو د چين په منځکړيتوب د ديپلوماتيکو مناسباتو پر بيرته پيليدو توافق کړی وو.

China Peking | Treffen der Außenminister von Iran und Saudi-Arabien | Hossein Amir-Abdollahian und Bin Faisal
انځور: Iranian Foreign Ministry/AFP

د ایراني رسنیو په حواله، حسین امیرعبدالله او فیصل بن فرحان په بیجینګ کې له یو بل سره وکتل او خبرې یې وکړې. د ايران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ له اوو کلونو وروسته د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کېدو په اړه د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره لومړۍ غونډه وسوه.

اړوندمطالب:تهران او ریاض؛ د سفارتونو او قونسلګریو بيا پرانیستلو ته چمتووالی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهان د پنجشنبې په ورځ په بیجینګ کې له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره وکتل.

عبداللهیان د چهارشنبې په ماښام له یوه پلاوي سره د چین پلازمېنې ته ورسېد. د چین په منځګړیتوب د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوې هوکړې د عملي کېدو او همدارنګه د دواړو هيوادونو د سفارتونو او قونسلګریو د بیا پرانستلو په اړه خبرې سوې دي.

دا په ډيپلوماتيکه برخه کې تر اووه کلن ځنډ وروسته د دواړو هيوادونو د چارواکو لومړۍ رسمي غونډه وه.

دواړو خواوو له چین سره ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې پکې د نورو شیانو تر څنګ په تهران او ریاض کې د سفارتونو او په مشهد او جده کې د قونسلګریو د پرانستلو له پاره اړین اقدامات شامل دي.

اړوند مطالب:چين و ايران او سعودي ته پر خپلمنځي جوړجاړي تبريک ووايه

په خبرپاڼه کې ویل سوي دي چې د ایران او سعودي عربستان د تخنیکي پلاوي ترمنځ باید لازمه همږغي رامنځته سي، څو د دواړو هيوادونو ترمنځ د الوتنو د بیا پیلولو، د رسمي پلاوي د دوه اړخیزو سفرونو او د خصوصي سکټور د تمویل په برخه کې همکاري دوام ومومي.

د بېجينګ د موافقې عملي کول او د سيمې د ثبات او امنيت د ساتلو په شمول د اعتماد او متقابلو همکاريو د پراختيا په اړه د هغې فعالول د دغې اعلاميې له احکامو څخه دي.

د چین بیجینګ د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه حسین امیر عبداللهیان او بن فیصلانځور: Iranian Foreign Ministry/AFP

په دې اعلاميه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په لاره کې د ټولو خنډونو د له منځه وړلو له پاره پر خپل چمتووالي ټينګار کړى دى.

ویل سوي دي چې د دواړو خواوو له لوي د غونډې ځای ځکه بیجینګ انتخاب سوي دی چي چين د ایران او سعودي عربستان ترمنځ «یوې موافقې ته د رسېدو او اړیکو د اسانولو په برخه کې مثبت رول لوبولی دی.

د دویچه ویله فیس بوک پاڼې سره ملګري سي

د چین ولسمشر شي جین پینګ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټلیفوني تماس کې ژمنه وکړه چې د دواړو خواوو ترمنځ په روانو خبرو کې به همکاري وکړي.

د تېر کال د مارچ مياشتي پر ۱۹مه نېټه د چين په منځګړيتوب ايران او سعودي عربستان موافقه وکړه چې د دوو مياشتو په موده کې به خپل سفارتونه او ډيپلوماتيک ماموريتونه بېرته پرانيزي.

ایران او په تهران کې د سعودي عربستان سفارتانځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

چين د سعودي عربستان يو مهم سوداګريز ملګری دی او سعودي عربستان د چين د انرژۍ د اړتياوو په پوره کولو کې مهم رول لوبوي.

په بیجینګ کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په داسې حال کې کېږي چې ریاض له امریکا سره خپلې اړیکې تودې ساتلې دي.

د روان کال د اپریل مياشتي په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان په ریاض کې په یوه نوي پوځي ازمایښتي مرکز کې د بې پیلوټه الوتکو ضد ګډ تمرینات ترسره کړل چې د خپل ډول لومړنی تمرین و چې د دواړو هیوادونو پوځونه پکې برخه اخلي.

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په کوم لور روانې دي؟

02:09

This browser does not support the video element.

د تهران او ریاض ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۴م کال کې په تهران کې د سعودي پر سفارت او په مشهد کې د سعودي پر کونسلګرۍ تر برید وروسته قطعه سوې. دا برید د سعودي عربستان د حکومت له خوا د شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر د اعدامولو په غبرګون کې سوی وو.

ژباړه:صفت الله زاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب