1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې کورونه کم او کرايې په بې ساري ډول لوړې شوي دي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۸, شنبه

د ۲۰۱۴ م کال راهيسې په المان کې د سوسیال یا دولتي کورنو په شمیر کې نږدې ۴۰۰ زره واحده کمښت رامنځته شوی دی. دغه شمیرې د المان حکومت په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.

په تیرو لسو کلونو کې په المان کې د اجتماعي کورونو شمیر په بې ساري ډول کم شوی دی.
په تیرو لسو کلونو کې په المان کې د اجتماعي کورونو شمیر په بې ساري ډول کم شوی دی.انځور: Sebastian Rau/photothek.de/IMAGO

د فرانسې خبري آژانس (AFP) د شنبې په ورځ د المان حکومت په حواله رپوټ ورکړی دی چې په دغه هیواد کې له ۲۰۱۴ م کال را په دیخوا د سوسیال یا اجتماعي کورونو شمیر ۴۰۰۰۰۰ واحده کم شوی دی. دغه شمیرې د المان حکومت په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.

د دغو شمیرو له مخې د سوسیال کورونو موجودیت چې په ۲۰۱۴م کال کې شاوخوا ۱،۴۵۶ میلیونو ته رسیده، د ۲۰۲۳م کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې ۱،۰۷۲ ته را ټیټ شوی دی.

په ورته موده کې د کورونو او اپارتمانونو کرایې هم په پرله پسې ډول لوړې شوي دي. په لویو ښارونو کې د کورونو کرایې تر ۲۰۲۲م کاله پورې له ۲،۲ سلنې تر ۷،۶ سلنې پورې او په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰،۵ سلنه پورې لوړې شوي دي. په پلازمېنه برلین کې خو بیا تیر کال حتی تر ۲۶،۷ سلنې پورې د کورونو کرایې لوړې شوي دي.

کیڼ اړخو دغه پوښتنه «له ۲۰۱۴ کال راهیسې د المان د کور جوړونې سیاست» تر عنوان لاندې مطرح کړې او ترڅنګ یې د کورونو د بیو لوړیدو فشار په هکله هم پوښتنه کړې ده.

په بودیجه کې د کور جوړونې له پاره ځانګړې کیدونکې ونډه په ۲۰۲۰م کال کې له ۱۶،۴ سلنې څخه په ۲۰۲۳م کال کې ۱۹،۶ سلنې ته لوړه شوې ده.

د عاید ډیره برخه په کرایې کې ورکول کیږي

د دې ترڅنګ د ټول هیواد په کچه هرې څلورمې کورنۍ د خپل عاید ۳۰ سلنه برخه د کور د کرایې له پاره مصرف کړې ده. په لویو ښارونو کې دغه نسبت تر ۲۷سلنې هم لوړ دی.

د المان د حکومت له خوا په وړاندې کړای شویو معلومات کې دا هم ویل شوي دي چې په ۲۰۲۳م کال کې هغه کورنۍ چې په زوره له کرایي کورونو ایستل شوي دي، شمیر یې ۳۲۶۶۹ ته رسیدلی دی.

په المان کې د بې کوره کسانو شمیر په ۲۰۲۴م کال کې نږدې ۴۴۰ زرو ته لوړ شوی دی، په داسې حال کې چې دغه شمیر په ۲۰۲۳م کال کې ۳۷۲ زره وو.

د المان په پارلمان کې د کراګانو سیاست په چارو کې د کیڼ اړخو ویاندې کارمن لای، پر دغو ارقامو سخت انتقاد وکړ. هغې د فرانسې خبرې آژانس ته وویل:  «د کورونو د سیاست تناسب له ۲۰۱۴م کال راهیسې ویجاړونکی دی، په ځانګړي توګه د هغو کسانو له پاره چې د لوړو قیمتونو څخه رنځ وړي.»

د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) د حکومت پر مهال د سوسیال یا ټولنیزو کورونو شمیر«د تاریخ تر ټولو ټيټې کچې» ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې د کورونو کرایې بیا د «اولاف شولڅ د صدارت پر مهال تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي دي.» مرکزي حکومت د کرایو د کنترول له پاره هیڅ کار نه دی ترسره کړی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل