المان ته د بې سرپرسته پناه غوښتونکو د راتګ شمیر کم شوی دی
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه
د روان میلادي کال په لومړي نیمایي کې په المان کې قانوني سن ته نه رسیدلو ۲۲۰۰۴ بهرنیو بې سرپرسته ماشومانو او ۱۹۷۱۳ قانوني سن ته رسیدلو تنکیو ځوانانو، د ماشومانو او ځوانانو له پاره د خدماتو ادارې تر سرپرستې لاندې وخت تیر کړی دی.
دغه شمیرې د المان حکومت په یوه رپوټ کې قانوني سن ته نه رسیدلو بې سرپرسته بهرنیو پناه غوښتونکو په هکله وړاندې کړي دي. له دې سره د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې را په دیخوا د لومړي ځل له پاره دغه شمیر کم شوی دی.
د تیر کال په پای کې د هغو بې سرپرسته ماشومانو شمیر چې قانوني عمر ته نه دي رسېدلي ۲۹۰۱۵ و، په داسې حال کې چې قانوني سن د رسیدو تنکیو ځوانانو شمیر بیا ۱۵۵۰۳ وو.
سره له دې چې دغه شمیر کم شوی دی خو بیا هم دا د المان د ایالتونو او ښاروالیو له پاره یوه لویه ننګونه ده، ځکه د المان حکومت په وینا د دوی له پاره د استوګنې امکاناتو برابرولو او د دوی د پالنې له پاره د متخصص کاري ځواک کمښت موجود دی.
په ۲۰۲۳م کال کې ۱۵۲۶۹ بې سرپرسته قانوني سن ته نه رسیدلو ماشومانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې دا د ۲۰۲۲م کال د شمیرو له دوه برابر هم زیات دی. په ۲۰۲۲م کال کې د دوی شمیر ۷۲۷۷ و.
په ۲۰۲۳م کال کې د پنا غوښتنلیک وړاندې کوونکو اصلي مبدا هیوادونه سوریه (۴۰،۷ سنله)، افغانستان (۳۹،۹ سلنه)، ترکیه (۵،۴ سلنه) او سومالیا (۳،۶ سلنه) ول.
۹۴،۵ سلنه د پنا غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوونکي نارينه او ۵،۵ سلنه نور یې ښځینه دي. تیر کال د پناغوښتنې ۱۳۳۴۴غوښتنلیکونه قانوني سن ته د نه رسیدلو بې سرپرسته ماشومانو له خوا وړاندې شوي دي.