1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شو

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۳, دوشنبه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې واکسین شي.

د پيل شوي کمپیاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه افغان ماشومان د پولیو پرضد واکسین شي
د پيل شوي کمپیاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه افغان ماشومان د پولیو پرضد واکسین شيانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

له «پولیو خلاص افغانستان» بنسټ، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې د واکسین کمپاین د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پيلیږي.

دغه بنسټ، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کمپاین به له نن دوشنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال سپټمبر ۲۵مه) څخه تر پنجشنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۸مه) پورې دوام وکړي.

ددې بنسټ د نقشې له مخې، له ارزګان پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون تطبیق کیږي. دغه بنسټ نه دي ویلي چې په ارزګان کې د پولیو واکسین کمپاین د نه تطبیق کېدو دلیل څه دی، خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دویچه ویله ته وویل، په روزګان کې څو ورځې وړاندې د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی نو ځکه دغه کمپاین کې ارزګان شامل نه دی.

او کله چې په دغه ولایت کې د پخواني کمپاین د ځنډ لامل په اړه له ښاغلي شرافت څخه وپوښتل شول هغه وویل: «اکثريت ځينې تخنيکي ستونزې وي يا د ښه تطبيق د لارو چارو خبره وي.»

 د پولیو یا ګوزڼ ناروغي د بشپړ ختمولو د هڅو سربیره، لاهم افغانستان کې دغه ناروغي شته. د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د پولیو پرضد د مبارزې چارواکو افغانستان کې د ماشومانو فلج یا ګوزڼ د ډېرېدو خبرداری ورکړی.

اړوند مطالب:په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له زیاتیدو څخه خبرداری

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسین کمپاین کې له ۶ میاشتنۍ پورته ماشومانو ته د ویټامین A کپسول هم ورکول کیږي.

ددغه وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «ویټامین A د ماشومانو د سترګو، پوستکې او معافیت سیسټم په سالم ساتلو کې مرسته کوي.»

ویناپاڼې د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندر عباد له قوله لیکلي چې د نړېوالو همکارانو په مرسته او ملاتړ له افغانستانه د پولیو ناروغي په بشپړ ډولو ختمولو هوډ لري.

هغه زیاته کړې: «د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغه جریان ولري چې دغه ناروغي مو له هېواده په بشپړه توګه ورکېږي.»

 د عامې روغتیا وزارتد مالوماتو پر بنسټ، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ۵ مثبت پېښې ثبت شوې چې له امله یې دغه وزارت اندېښمن دی.

پولیو ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او ډاکټران وايي یواځې د واکسین په مټ ددې ناروغی مخنیوی کیږي.

د ډاکټرانو په وینا په دې ناروغی اخته کېدل یا د عمري فلج کېدو او یا هم د مړیني سبب ګرځي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل