1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کې د افغانانو د منلو بهیر راتلونکې اوونۍ بیا پيليږي

۱۴۰۲ تیر ۲, جمعه

د آلمان حکومت په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو او لیږدولو بهیر بیا پیل کړي. په دې پروسه کې باید په هره میاشت کې تر زرو پورې کسان آلمان ته انتقال سي.

Usbekistan, Taschkent | von der Bundeswehr evakierte Afghanen nach ihrer Ankuft aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې له څو میاشتو ځنډ وروسته به د افغانستان پخوانیو محلي کارکوونکو او له خطر سره مخامخ افغانانو ته د ویزو د ورکولو کار د جون پر ۲۶ نېټه بیا پیل سي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پروګرام به په راتلونکو اونیو کې په تدریجي ډول پراخ شي تر څو په میاشت کې د ۱۰۰۰ کسانو د منلو له پاره مخکې ټاکل سوي هدف ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه، په لومړي ګام کې به له هغو کسانو سره مرسته وشي چې د ویزو د ځنډيدو له امله مجبوره ول په پاکستان او ایران کې انتظار وباسي. له دې وروسته به د هغو کسانو پروسه پيل سي چې آلمان ته د بېولو ژمنه ورسره شوې وه.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

اړوند مطالب:په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی
د روان کال د مارچ میاشتې په پای کې د آلمان فدرالي حکومت د آلمان د فدرالي ادارې د منلو پروګرام په چوکاټ کې له خطر سره مخامخ افغانانو ته د ویزو د ورکولو بهیر په موقت ډول ودراوه. د دې لامل د ناوړه ګټې اخیستنې احتمالي هڅې ښودل سوي. په راتلونکي کې به له غوښتونکو سره امنیتي مرکې ترسره سي ترڅو د جعل او ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول سي.
ویل سوي چې د «امنیتي مرکو» د ترسره کولو له پاره باید د آلمان د امنیتي څانګو پرسونل په هغو هیوادونو کې د آلمان سیاسي ماموریتونو ته واستول سي چې په پام کي نيول سوي دي.

دغه معلومات د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي گوند د استازې کلارا بنگر د غوښتنې په ځواب کې ورکړل سوي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر چهارشنبې (۲۰۲۳ کال د جون ۲۲) په اسلام آباد کې د آلمان سفارت ته کوم کارکوونکی نه دی استول سوی.

افغانستان I له کابل څخه وتلانځور: Marc Tessensohn/AP/picture alliance

اړوند مطالب:برلین: آلمان کې ۳۸۵ زره افغان کډوال ژوند کوي
دغه کیڼ اړخه سیاستوال د بهرنیو چارو وزارت تورن کړ چې د امنیتي مرکو په ترسره کولو او د اړتیا وړ پرسونل د لېږلو له لارې جرمني ته د افغانانو د منلو په ژمنو کې ځنډ کوي. هغه وويل: «دا خلک نور په افغانستان کې وخت نه لري، بايد ژر تر ژره ومنل سي.»

د مياشتي زر کسان منل د آلمان د حکومت په هغه پروګرام کي راغلي چي له خطر سره د مخامخ افغانانو د راوستلو په هدف جوړ سوی دی.
د «ان ډې ار» رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د مې میاشتې تر پایه ۱۲۶۰۰ کسان چي جرمني ته بېولو ژمنه ورسره شوي او ويزې ته په تمه دي افغانستان کي او شاوخوا ۱۵۰۰ په پاکستان او ایران کې منتظر ول.

اړوند مطالب:رپوټ: ۱۴ زره افغانان جرمني ته د تګ په انتظار دي
د آلمان د فدرالي حکومت د منلو پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې د هغو افغانانو له پاره چې د طالبانو د رژیم پر مهال له خطر سره مخامخ دي، د یوه فرصت د رامنځ ته کولو په موخه پیل شو.

افغان مهاجر د آلمان له راتلونکي حکومته څه هيله لري؟

02:25

This browser does not support the video element.


ص.ذ/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب