په المان کې د موټرو د غلا کچه پر ډېریدو ده
۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبهپه آلمان کي له جرمونو سره د مبارزې فدرالي اداري «بی کا ای» د سږکال د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې، په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۴۶۰۰ موټر غلا سوي او ورک سوي دي. دا شمیره په ۲۰۲۱م کال کې (۱۲۲۱۵موټره) په پرتله ۱۹،۶سلنه ډیروالی ښيي.
د دویچه ویله فیس بوک پاڼه همدلته تعقیب کړئ
نوموړي اداري د ۲۰۲۱م کال کې د ۱۶ زره ۵۰۰ موټرو د غلا راپور ورکړی وو. البته په دې ارقامو کې د بیمې شمیرې له مخې ټول غلا سوي موټرونه پکې شامل دي، د مثال په توګه بریښنايي موټرسایکلونه په دې شمېر کي نشته.
اړوند مطالب :په آلمان کې د موټر غلا تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده
يادي اداري د لویو موټرو لکه د لاریو او ټرکونو په غلا کې د زیاتوالي راپور ورکوي. ویل سوي دي چې د یوه کال په ترڅ کې، د سیاحتي موټرو د غلا کچه ۱۴۸ سلنه لوړه سوې ده او دا قضیې ۴۶۵ ته رسیدلي دي.
په المان کې د جرمونو د فدرالي ادارې په خبره «یو لامل دا دی چې په المان کې د دې ډول موټرو لایسنس ډیر ورکول کیږي او دا موټر د لوړ قیمت له امله غلو ته ډیر په زړه پوري دي.»
اړوند مطالب:په آلمان کې په زرونو ماسکونه غلا شوي
مسول څیړونکي په دې باور دي چې د موټرنو د غلا یوه لویه برخه د منظمې ډلې له لوري ترسره کیږي. او د دې ډلي هر یو یې په بیلابیلو برخو کې تخصص لري، ځینې یې په غلا او ځینې نور یې په ټرانسپورټ یا د غلا سویو موټرو په رانیولو او خرڅولو کې.
د دې ترڅنګ د پلټونکو مامورینو په خبره، داسي لیدل کېږي چې د استوګنې په سیمه کې د څو غلاوو په ترڅ کې مجرمین د موټرو د غلا کولو له پاره په کورونو کې د موټرو د کیلي ترلاسه کولو هڅه هم کړې ده. چې دا پدیده د «Homejacking» په نوم هم یادېږي.
ص.ذ/ن.ز