د اسوشتید پريس د رپوټ په حواله، نن جمعه د جولای ۱۲مه د نړۍ له مختلفو سيمو بلل شوې پېژندلې څېرې، نړېوال سوداګران او سیاسي شخصیتونه د هندوستان پلازمينه نوي ډيلي ته د رسېدو په حال کې دي.
۲۹ کلن آننت امباني او رادیکا مرچنت چې له ډېر وخت راهيسې ملګرتیا لري، ډيری ېې واده د کال واده یادوي. د واده مراسم د ممبئي ښار په جیو ورلد کنوانسیون په مرکز او د امبانۍ په خپل شخصي کور کې ترسره کيږي.
د واده څلور ورځني مراسم نن جمعه د جولای ۱۲ مه د هندو مذهبي دود مطابق پيليږي چې ورپسې به د اوونۍ په آخر یعنې شنبه او یکشنبه د واده ستر او شاندار مراسم ترسره کیږي.
ځايي رسنیو ويلي چې د بريتانیا پخواني صدراعظمان توني بلیر او بوریس جانسون، د سعودي عربستان د نفتو ارامکو شرکت مشر امين حسن ناصر او پخوانی بريتانوي فوټبالر، ديوید بکام هم واده ته د رابلل شوو ميلمنو په ډله کې دي. په ښځينه نړېوالو سيلبريټيانو کې بیا د امریکا کرداشیانې، سندرغاړې ادل، سندرغاړې لانا دل ري او نارينه کاناډايي سندرغاړی دريک شامل دي. خو اسوشتید پریس وايي چې د مېلمنو نوملړ د امبانۍ کورنۍ نه دی تصدیق کړی.
د هندوستان پولیسو د نظم رامنځته کېدو په موخه له جمعې تر دوشنبې ورځې پورې د مراسمو ځای په اطرافو کې د واټونو په مسيرونو کې بدلونونه راوستلي تر څو د ممبئي له هوايي ډګره راتلونکي ميلمانه له خنډ سره مخ شوي نه وي. تېره اوونۍ د ممبئي هوايي ډګر په پروازونو کې د سختو ورښتونو له کبله ګډوډي رامنځ ته شوې وه.
موکیش امباني د خپل زوي آننت امباني او د هغه مېرمن رادیکا مرچینت له پاره په مارچ میاشتې کې له واده مخکې مراسم نیولي ول چې پکې د نړېوالو پېژندلو څېرو په ګډون ۱۲۰۰ میلمانه بلل شوي ول. یاد مراسم درې ورځې وو، چې له افغانستان څخه د کریکټ لوبغاړی راشد خان هم وربلل شوی وو.
یاد مراسم خورا تشریفاتي او قیمتي ول چې د هندوستان د سینما وتلي هنرمندان او نورې نوموتې هندي څېرې وربلل شوي وې. په نړېوالو مېلمونو کې د فېسبوک مالک مارک زکربیرګ او امریکايي سوداګر بل ګېټس شامل ول. انګلیسي سندرغاړې ریانا، امریکايي سندرغاړي ایکان او پنجابي سندرغاړي دیلجیت دوسانج کنسرتونه اجرا کړل.
د امریکايي مجلې فوربیس په حواله، ۶۶ کلن موکیش امبانۍ د ۱۱۶ مليارډ ډالره سرماېې په درلودلو، د نړۍ نهم بډایه شخص دی.
د امباني کورنۍ د نورې سرمایې تر څنګ، د یو ميلیارډ ډالرو په ارزښت په ممبئي ښار کې یو شخصي ۲۷ پوړيز عصري اپارتمان هم لري. دغه ساختمان درې د چورلکو د ناستې ځایونه او ۱۶۰ موټرو ته ګراژونه لري.
AP/mks/nz
له آرشيف څخه:
د هندي میليارډر د زوی د واده د تیاریو شانداره مراسم
د هندي ملیارډر موکیش امباني د زوی له واده څخه دمخه جوړ شوو شاندارو مراسم ته د نړۍ شاوخوا ۱۲۰۰ مشهورې څېرې دعوت شوې وې. په میلمنو کې له پېژندلو هنرمندانو او سليبريټیانو نېولې ستر سوداګر او سیاستوال شامل ول. انځورنه وګورئ.
انځور: Reliance/AP Photo/picture allianceپه دغه انځور کې امریکايي شتمن سوداګر او د مایکروسافت څښتن بل ګيټس (ښي لور) د فيسبوک مالک مارک زوکربرګ او په منځ کې پاولا هورد ليدل کيږي. رپوټونه وايي موکیش امبانی دغه درې ورځني مراسم د خپل زوی له واده څخه څلور میاشتې مخکې نيولي دي. په دې معنی چې د اصلي واده مراسم لا پاته دي.
انځور: Reliance/AP Photo/picture allianceد مارچ په دوهمه د مراسمو په ترڅ کې د هندوستان د سینما درې خانانو په ګډه د ستیج پر سر د نڅاوو نمایشونه اجرا کړل. له ښې لوره شاه رخ خان، سلمان خان او عامر خان، چې د هندي سینما درې وتلي خانان دي، په دې مراسمو کې نڅاوې وکړې.
انځور: Reliance/AP Photo/picture allianceد آسیا شتمن د نړۍ د شتمنو کوربه
امریکايي مشهور سوداګر او پد مایکروسافټ شرکت څښتن، بل ګيټس، (له ښي خوا دوهم) هم د موکیش امباني د زوی واده ته دعوت شوی وو. له هغه سره ښې لور ته پاولا هورد او کيڼ لور ته ېې تلویزیوني اداکاره او د مودي په حکومت کې وزيره سمرتي ایراني او د هغې مېړه زوبین ایراني ولاړ دي.
انځور: Reliance group/AP Photo/picture alliance مشهوره سندرغاړې ریانا هم د موکیش امباني د زوي له واده څخه مخکې مراسمو ته راغلې وه. هغه د جمعې په ورځ (د مارچ ۲مه) د مراسمو په لومړۍ ورځ، د هندوستان جمنګار ته ورسېده چېرته چې دغه مراسم جوړ شوي وو.
انځور: ANI Photo via Hindustan Times/Sipa USA/picture alliance په دغه انځور کې د مهیندرا ګروپ شرکت مشر، آنند مهیندر او مېرمن ېې انورادها مهیندر ليدل کيږي. دوی د شنبې په ورځ د مارچ ۲مه ېې د انانت امباني او راديکا میرچینت له واده څخه د مخه مراسمو ته راغلي ول.
انځور: ANI Photo via Hindustan Times/Sipa USA/picture alliance په دغه انځور کې د انګلستان د کرکیټ د ملي ټيم لوبغاړی، سام کرن او ایسابیلا ګراس لیدل کيږي. دغه انځور د مارچ په دوهمه د هندي میليارډر موکیش امباني د زوی د واده په مراسمو کې اخیستل شوی.
انځور: Reliance group/AP Photo/picture alliance په دغه انځور کې د ناوې او زوم په بڼه د رنګين څراغونو جوړه منظره ليدل کيږي. د امباني د زوی د واده په مراسمو کې د حیواناتو د ژغورنې له یوه مرکز کتنه هم شامل وه.
انځور: Reliance Industries/Handout/REUTERS د امباني په بلنه د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ لور ایوانکا ترمپ او مېړه ېې جارید کوشنر (ښي لور) هم په دغو مراسمو کې حضور درلود.
انځور: Reliance/AP Photo/picture allianceموکيش امبانی له خپلې مېرمنې نیتا امباني سره
۶۶ کلن موکيش امباني نه یوازې د هند بلکې د آسیا په سطحه تر ټولو شتمن شخص دی. د سوداګرۍ په برخه کې د امريکايي مجلې فاربس په حواله امباني د ۱۱۴مليارډ ډالرو شتمنۍ په لرلو د نړۍ په لسو تر ټولو شتمنو کسانو کې راځي. دی د ريلانس انډستريز مشر دی.
انځور: SUJIT JAISWAL/AFP/Getty Imagesد افغانستان نوموتي کریکټر، راشد خان، هم په مراسمو کې ګډون درولود. خان چې په هندوستان کې هم خپل مينوال او شهرت لري، په خپلې انستاګرام پاڼه په مراسمو کې خپل اخیستلي انځورونه خپاره کړي دي.
انځور: Tim Goode/empics/picture alliance د موکیش امباني کورنۍ دغه درې ورځني شانداره مراسم د هندوستان د ګجرات ایالت په جمناګر کې نیولي ول. په انځور کې موکيش امباني او ميرمن ېې له نور سره د ستيج په سر د خوشاليو لمانځلو پر مهال لېدل کيږي.
انځور: Reliance Industries/Handout/REUTERSد آنانت امباني او رادیکا میرچینت د واده په تړاو جوړ شوو مراسمو ته د هندوستان د هر ټولنې شخصیتونه بلل شوي ول. په دغه انځور کې سادګورو جګي واسديو چې یوګي او عارف دی، ليدل کيږي. یوګي هغه چا ته چې د یوګا تمرینات کوي، ويل کيږي.
انځور: ANI Photo via Hindustan Times/Sipa USA/picture alliance د فیسبوک مالک مارک زوکربرګ او مېرمن ېې پریسیلا چن هم د موکیش امباني د زوی د واده څخه مخکې جوړ شوو مراسمو ته راغلي ول.
انځور: Reliance group/AP Photo/picture alliance د هندي میليارډر د خوښې بېساري مراسمو ته د هندوستان د سینما تر ټولو پېژندل شوې څېرې دعوت شوې وې. په دغه انځور کې شاه رخ د خپل مشهور اکت سره لیدل کيږي. فلمي اداکاران له خپلو کورنیو سره جوپه جوپه مراسمو له پاره جوړ شوي ځای ته راتلل په داسې حال کې چې د امباني کورنۍ له خوا ېې هرکلی کېده.
انځور: Reliance/AP Photo/picture allianceد امباني په میلمنو کې د هندوستان د سینما دغه دوه ځوانې جوړې هم شاملې وې. له ښې لوره، ديپیکا له خپل مېړه رنوير سینګ او ويکي کوشلا له خپلې مېرمنې کترینا کیف سره د ګډ انځور اخیستلو پر مهال لیدل کیږي.
انځور: ANI Photo via Hindustan Times/Sipa USA/picture alliance