1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سفیرخپل باور لیک د ازبکستان خارجه وزیرته وسپارله

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي د دغې ډلې د ادارې سفیر خپل د باور لیک کاپي د ازبکستان خارجه وزیر ته سپارلې ده. د ازبکستان خارجه وزیر هم په دغه هیواد کي د طالبانو له ډیپلوماټیک هیئت سره د لیدنې کتني خبر ورکړی دی.

Afghanistan Usbekistans Premierminister Abdulla Aripovb in Kabul
انځور: Taliban Foreign Ministry

د طالبانو  د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۱۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کي اعلان وکړ چي د طالبانو سفیر عبدالغفار بحر، خپل د باور لیک کاپي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف، ته سپارلې ده.

بلخي وویل: «په دغو مراسمو کي ښاغلي سعیدوف د  ا.ا.ا. سفیر ته ښه راغلاست وویل او دغه کار یې د ازبکستان او افغانستان  ترمنځ د اړیکو په پراختیا کي مهم گام وباله.»

د طالبانو  د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چي عبدالغفار بحر«د افغانستان په هکله د ازبکستان د ښه نیت ستاینه وکړه او ازبکستان یې د افغانستان ورور هیواد وباله.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، پر ایکس پاڼه د طالبانو ادارې له سفیر سره د لیدنې کتني خبر ورکړی دی.

سعیدوف، لیکلي دي: «زموږ هیوادونه د آبادۍ له پاره د گډ تاریخ او گټو درلودونکي دي چي په ټولو برخو کي د اړیکو او گډ کار د پراختیا له پاره د یوې انگیزې په توگه عمل کوي. موږ همدارنگه د دوو اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مهمو موضوعگانو په هکله هم بحثونه وکړل.»

که څه د طالبانو اداره تر اوسه پوري د ازبکستان په شمول هیڅ هیواد په رسمیت نه ده پیژندلې، خو ازبکستان د طالبانو  د درې کلن حکومت په  ترڅ کي د طالبانو له ادارې سره ښې اړیکي لرلي دي.

افغانستان او ازبکستان گډه پوله لري او طالبانو تل له دغه هیواد څخه د تجارتي اړیکو د ښه والي اوپه افغانستان کي  د پانگونې غوښتنه کړې ده.

د سیمې هیوادونه ولې غواړي طالبانو سره اړیکې ښې کړي؟

29:57

This browser does not support the video element.

GP/NZ/Sirat

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب