1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نادري: طالبانو عامه ادارو ته ۵۰۰ ميليونه ډالره تاوان رسولی

۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون ويلي چې په ۱۱۶ ولسواليو کې ۲۶۰ عامه ودانۍ ويجاړې شوي دي. د دې ادارې مشر واي چې په جګړه ځپلو سيمو کې ۱۳ میلیونه کسان له ملکي خدماتو محروم شوي دي.

Afghanistan Autobombe in der Ghor Provinz
انځور: Str./Xinhua/picture-alliance

د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې د جګړو زياتېدل د دې باعث شوي چې تر ۱۳ ميليونو پوري کسان له ملکي خدماتو محروم شي. د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو د خپلواک کمېسيون مشر نادر نادري د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې په دې اړه د شميرو په ډاګه کولو سره وويل چې په ۱۱۶ولسواليو کې ۲۶۰ دولتي ودانۍ ويجاړ شوي او يا هم  د چاوديدونکو توکو په واسطه انفجار ور کړل شوی او يا سوځول شوي دي چې شاوخوا ۵۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت زيان اټکل شوی دی.

نادرې همدا راز وويل چې په ۸۲ ولسواليو کې سل په سلو کې د عامه خدماتو بنسټونو سامان آلات او تجهیزات چور شوي دي. د دې ادارې شمیرې ښيي چې په نورو هغو ولسواليو کې چې طالبان پکې حاکم دي، له ۵۰ تر ۹۰ سلنه عامه شتمنۍ چور شوي دي.  

نادري وايي چې هغه ډله چې دې کار ته زمينه برابروي، بايد ځواب ورکړي.

د ملکي خدماتو کارکوونکي بې ځایه شوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون همدا راز موندلې ده چې د ملکي خدماتو د برخې ۴۰۰۰ کارکوونکي د شکنجې او زنداني کیدو د تهديد او وېرې له کبله خپلې سيمې پريښي دي او د ولايتونو مرکزونو ته یې پناه وړې ده.

هغه زياتوي چې د دې کار له کبله ۱۳ ميليونه افغانان د جګړو او په ځانګړي توګه په پراختيايي او زېربنايي برخو کې له عامه خدماتو محروم شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کميسيون مشر نادر نادريانځور: Presseabteilung des Staatsministeriums für Frieden

نوموړي د تخار ولايت مثال ورکړ چېري چې ۱۱۲ انکشافي پروژې چې پلان شوې او کار یې پيل شوی وو، په بشپړه توګه درېدلې دی.

نادري همداراز په دې خبري غونډه کې زياته کړه چې د ملکي خدماتو ۵۰ زره کاروونکي په ځانګړي توګه ښځې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې اغیزمنې شوي دي.

د ملکي خدماتو د برخې دا مسؤل وايي چې طالبانو په ډېرو مواردو کې ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې او يوازې د روغتيا په برخه کې د اسلامي حجاب د رعايتولو او محرم لرلو په شرط فعاليت کوي.

دغه کمېسيون وايي چې دا شمیرې په تېرو څو اوونيو کې په «بې پرې» ډول د ملکي خدماتو ادارې کارکوونکو او يا ملکي خلکو له خوا چمتو شوي دي.

جنګي جنايتونه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسيون رئيس وويل چې دا تحرکات جنګي جنايتونه دي او د نړيوالو بشردوسته حقونو څخه سرغړونه ده او بايد عاملين یې تعقيب شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

سوله او اوربند

نادر نادري چې د سولې د مذاکراتي پلاوي غړی هم دی، په دې آند دی چې د سولې له پاره له سياسي جوړ جاړي پرته بله هیڅ حل لاره نه شته. هغه وايي چې په پام کې ده ډېر ژر به د افغانستان يو شمير سیاسي څېرې د سولې د مذاکراتي پلاوي سره يوځای شي: «طالبانو دا بهانه کوله چې د سولې د مذاکراتي ډلې ترڅنګ سياسي شخصيتونه هم بايد وي، څو بحث او پريکړه وشي. دا بهانه یې هم له منځه ځي.»طالبانو د کندهار د پنجوايي ولسوالي هم ونیوله

د طالبانو له خوا د اوربند د طرحې په اړه نادري وويل طالبانو په دې تړاو په رسمي توګه لا څه نه دي ويلي، خو د دغي ډلې د مذاکراتي ډلې يوه غړي ويلي دي چې هغوی دا طرحه لري چې د ۷۰۰۰ زندانيانو د آزادولو او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ څخه يې د نومونو د ليري کولو په بدل کې هغوی حاضر دي يو درې مياشتنی اوربند وکړي. نادري ټينګار کوي: «دا يوه ډېر درنه غوښتنه ده چې د دريو مياشتو اوربند په بدل کې دا هر څه ورته ورکړل شي.»

د سولې د مذاکراتي ډلې دا غړی په دې باور لري چې لومړی بايد يوه سياسي هوکړه وشي، ځکه چې د دې ډلې د ۵۰۰۰ زندانيانو په آزادولو سره جګړې نور هم زور واخيست.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب