خوست: طالبانو ۱۷ کسان په عام محضر کې په درو وهلي
۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبهد طالبانو ادارې سترې محکمې د چهارشنبې پر ورځ ناوخته د یوې خبرپاڼې خپرولو سره خوست کې د ۱۷ کسانو د مجازات خبر ورکړی. دغې محکمې زیاته کړې، چې د خوست د ښاري محکمې د جزايي دیوان د حکم له مخې دغې ولایت کې اوه کسان د «نامشروع اړیکو» او لس کسان د «غلا» په تور د خلکو تر مخه په درو وهل شوي دي.
خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه کسان له اتو میاشتو تر یوه کال پر تنفیذي بند هم محکوم شوي او له ۲۵ تر ۳۹ درو وهل شوي دي. په خبرپاڼې کې دا نه ده په ډاګه شوې، چې دغو کسانو کې ښځې وې که نه.
خبرپاڼې کې راغلي، چې دا حکم د طالبانو د سترې محکمې په تائید سره پلی شوی او دغه کسانو ته د طالبانو او عامو خلکو په مخ کې سزا ورکړل شوې.
اړوند: طالبانو په کونړ کې د يوې ښځې په ګډون اته کسان په درو وهلي
د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د سازمانونو پر نیوکو سربېره هم طالبان په درو د تورنو کسانو وهلو ته دوام ورکوي.
تېرو څه باندې دریو کلونو کې د طالبانو محاکمو د بېلابېلو تورونو له امله سلګونه نارینه اوښځو ته د خلکو په مخ کې د درو وهلو سزاوې ورکړي او تر اوسه پر ۵ کسانو د «قصاص حکم» پلي شوی دی.
اړوند: طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي
که څه هم نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او د حقوقي چارو کارپوهانو مدافع وکیل او قانوني محکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازات کول غندلي او دا یې له بشري حقونو سره ټکر بللی، خو طالبانو دغه غبرګونونو ته توجه نه ده کړې او د خپل مشر د فرمانونو پر اساس په عام محضر کې په درو د خلکو وهل او قصاص پلي کوي.
د حقوقي چارو شنونکي افغانستان کې د طالبانو له لوري د بدني سزاو ډېرښت ته په اشارې وايي، د طالبانو د امر باالمعروف وزارت ته منسوب قانون له تصویب وروسته فزیکي سزاوې زیاتې شوي او طالبان غواړي په دې کار سره وښيي، چې د خپل رهبر د امر تابع دي او د نورو بنسټونو غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي.
SE,OD,AKH