1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کونړ کې د يوې ښځې په ګډون اته کسان په درو وهلي

۱۴۰۳ مهر ۲۳, دوشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په کونړ ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون اته تنه په درو وهلي دي. محکمې ويلي دي چې دا کسان «په لواطت، غلا او له کور څخه په تېښته» تورن ول.

په افغانستان کې امنيتي ځواک يو غړی
دې ډلې تر اوسه په سونه ښځې او نارينه د بېلا بېلو تورونو له وجې په درو وهلي دي او پنځه تنه یې قصاص کړي دي.انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو سترې محکمې يکشنبه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې په کوڼر ولایت کې یې د يوې ښځې په ګډون اته کسان په درو وهلي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې دا کسان د کوڼر د مرافعې محکمې د جزايي ديوان په حکم د «لواطت، غلا او له کوره د تښتېدو» په تور په عام محضر کې د درو وهلو په جزا محکوم شوي ول.

د دې محکمې د حکم پر اساس تورنو ته د ۱۶ او ۳۹ ترمنځ درو سزاو سربیره له ۵۰ ورځو نه نیولې تر دوو کلونو تنفيذي بند سزا هم اورول شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي دی چې دا کسان د طالبانو د چارواکو او عادي خلکو په حضور کې په درو وهل شوي دي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، دغه ډله په دې وروستيو دريو کلونو کې د لومړنیو او مرافعې محکمو د حکمونو پر اساس د تورنو کسانو دا ډول جزاوې په عامه محضر کې اجرا کوي.

دې ډلې تر اوسه په سونه ښځې او نارينه د بېلا بېلو تورونو له وجې په درو وهلي دي او پنځه تنه یې قصاص کړي دي.

که څه هم چې نړيوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو د وکيل او قانوني محکمې پرته د تورنو کسانو مجازات کول غندلي او له بشري حقونو څخه یې سرغړونه بللي خو طالبان دې غبرګونونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي او د خپل مشر د حکم پر اساس په عام محضر کې د تورنو په درو وهلو او قصاص ته ادامه ورکوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب