طالبان بشري مرستې غواړي، خو ملګري ملتونه وايي بودجه کمه شوې
۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبهد طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ادعا وکړه چې اوس مهال په ټول هېواد کې خپلواکي او امنیت ټینګ دی.
د ستانکزي په وینا حکومت یې د هېواد په ټوله جغرافیه واکمن دی چې پر بنسټ یې ملي او نړېوالو بنسټونو ته هم د مرستو غوره زمینه برابره ده. « ټول کورني او بهرني بنسټونه دې له دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د هېواد د سوکالي او ارامي لپاره کار وکړي ترڅو افغانستان په ځان بسیا شي.»
طالبانو د نړېوالو مرستو د جلب په موخه نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست ۵مه) په کابل کې د « ۲۰۲۳ میلادي کال د بشري مرستو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې غونډه رابللې وه.
د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني دې غونډې ته وویل، نړېوال مرستندویه بنسټونه باید د هغوی له حکومت سره په همغږۍ او د اصولو سره سم کار وکړي.
نوموړي په ډاګه نه کړه چې د نړېوالو مرستو لپاره یې اصول څه دي.
حقاني وویل: «اړتیا ده چې د نغدي مرستو پرځای په هېواد کې کاري فرصتونه برابر شي.»
د بودجې لږوالی
طالبان داسې مهال له نړېوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان افغانانو سره د مرستې لپاره د بودجې د کمښت خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق، ویلي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره تراوسه یواځې ۲۵ سلنه برابر شوي. د هغه په خبره «د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږ کوونکې ادارې یا اوچا د مالوماتو له مخې، په روان کال کې تر ۲۱ میلیونه ډېرو افغانانو سره د مرستې لپاره ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو، خو له دې پیسو تراوسه یواځې ۲۵ سلنه یې راټول شوي.»
اړوند مطالب:م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي
د ملګرو ملتونو د مرستو همغږ کونکې ادارې یا اوچا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوسمهال له ۱۳ میلیونه خلکو سره خوراکي مرستې، ۵ میلیونه خلکو ته راښکته شوي. دغه راز ۲۶۲ روغتیايي مرکزونو هم په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.
د اوچا پروینا د بودجې د کموالي له امله به ډېری نور مرستندویه فعالیتونه هم اغیزمن شي.